د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه خیبرپښتونخوا ته د تللوونکو افغان ناروغانو ستونزې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

له افغانستان څخه د درملنې لپاره پاکستان ته تلوونکي ناروغان شکایت کوي چې پر تورخم د تېرېدو پر مهال د پاسپورټ او ویزې په نامه له سختو ستونزو سره مخ کیږي.

بل پلو د تورخم پولې چارواکي وايي، د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکي پر دې سلا شوي دي، چې له هغو سختو ناروغانو سره به د پاسپورټ او ویزې په اړوند نرمي‌ کېږي چې طالب چارواکو یې سپارښتنه کړې وي.

له ننګرهار څخه د پېښور دولتي روغتون لېډي ریډینګ ته د خپل زوی د معدې د درملنې لپاره ورغلي حاجي عصمت الله د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې زوی یې کرۍ ورځ په سخت درد کې د تورخم پر دروازه په لیکه کې په ولاړو تېره کړه: ”د ټولې ورځې تر انتظار وروسته د شپې مهال پاکستان ته واوښتو، ټیکسيوان رانه تر روغتون پورې دوه چنده روپۍ غوښتې.“

نوموړی زیاتوي بله ستونزه دا ده چې د پاکستان د دریو میاشتو ویزه په افغانستان کې څوک لګوي نو درې څلور سوه ډالره او په شپږ میاشتنۍ ویزه باندې له زرو څخه تر د پنځلس سوو ډالرو پورې لګښت راځي: ”د افغانانو لپاره د پاکستان تر ویزې د امریکا ویزه په اسانه لګېږي. په پاکستان کې چې د یوې افغان کورنۍ مړی وشي نو کله چې د هغه جسد افغانستان ته یوسي، نو هغوی بیرته نه شي راتلی او که راځي نو له ډېر زیات مشکل سره مخامخ کېږي او مصرف پرې دومره راځي چې بې حسابه، او کله کله خو د ایران د تفتان له لارې پاکستان ته راځي.“

حاجي عصمت الله هیله وښوده، ګوندې د پاکستان راتلونکې حکومت د دې ناروغانو لپاره یوه لار راوباسي او د دوی غم وخوري.

په پېښور کې د دولتي روغتون لېډي ریډینګ ویاند عاصم خان امریکا غږ ته وویل: ”کله چې افغانان دلته مېشت وو نو د ورځې به له درې سوو تر څلور سوو ناروغان د درملنې لپاره زموږ روغتون ته راتلل خو اوس دغه شمېره یونیم سل او دوو سوو ته راټیټه شوې ده او په دغه کې نیمايي ناروغان هغه وي چې په پېښور کې مېشت وي او نیمایي یې هغه وي چې له افغانستانه راځي نو اوس د افغان ناروغانو شمېره راټېټه شوې ده. “

بل پلو د تورخم پولې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې کوم سخت ناروغه وي او طالبانو د هغوي پخلی کړی وي او پرچۍ يې ورکړي وي نو دوی يې هم هغه وخت پرېږدي.

د یادونې وړ ده، په کال ۲۰۱۹ کې د پاکستان او افغانستان دوستي په نوم په تورخم پوله یو روغتون جوړ شوې وو چې د ناروغانو معاینات به يې کول او چې کوم سخت ناروغان به وو هغه به یې له اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره پرېښودل خو د تورخم پولې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي وویل، اوس دغه روغتون هغه شان نه دی پاتې.

هغه وايي، یوازې دوه درې ډاکټران پکې وي هغوی د طالبانو چارواکو لخوا ورکړل شوي پرچۍ هم ګوري او له دې سره سره نور ناروغان هم ګوري که ضروري وي نو بې له اسنادو مریضان پرېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG