د لاس رسي وړ اتصالات

سوداګر: د پاکستان حکومت دې د باجوړ او کونړ ترمینځ بندې تجارتي لارې پرانیزي


د پاکستان د باجوړ سیمې او د افغانستان د کونړ سیمې سوداګر وايي، پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمینځ د غازي پاس، نوا پاس غاښي او لېټۍ لارې دې د تېر په څېر بیرته پرانیستل شي چې د سیمې سوداګري بیا پیل شي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د افغان سوداګر ګلاب خان وویل چې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د حکومت تر راتلو وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ تجارت ډېر ښه روان وو، چې د سیمې ولس او سوداګرو دواړو ترې ګټه پورته کوله: ”هره ورځ به پر نوا پاس غاښي او د لېټۍ پر لار په سلګونه مال وړونکي لارۍ دواړو غاړو ته تللې، خو اوس دغه تجارت بېخي د نشت برابر دی، که د دواړو هېوادونو حکومتونه پر پوله د تګ راتګ او تجارت ازاده اجازه ورکړي نو له دې سره یوځل بیا د سیمې اقتصاد پیاوړی کېدای شي“.

پاکستان له افغانستان سره د تورخم، چمن-بولدک، غلام خان بندر، انګور اډه، خرلاڅۍ، بادینی، قمرالدین، نوا پاس، لېټۍ، غازي پاس په ګډون ګڼې تجارتي لارې لري خو بیا بیا د دواړو هېوادونو ترمینځ د سیاسي او امنیتي ناندریو له کبله بندېږي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د باجوړ د سوداګرۍ خونې مشر لالي شاه پښتون یار وویل، پخوا به د باجوړ خلکو پر غازي پاس، نوا پاس او د لېټۍ لارو له افغانستان سره هره ورځ د میلیونونو روپیو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري کوله خو د لارو د بندېدو له کبله اوس د سیمې تجارت په ټپه درېدلی دی.

لالي شاه پښتون یار وویل:”موږ د لارو د خلاصېدو لپاره بیا بیا احتجاجونه او لاریونونه وکړل، حکومتي او پوځي چارواکو ته مو خپلې ستونزې وړې دي. خو تر اوسه مو پر غوښتنو هېڅ عمل نه دی شوی. “

باجوړ د افغانستان له کونړ ولایت سره سرحد کې پروت دی او له تېرو څو کالونو راهیسې پرله پسې د بدامنۍ د پېښو شاهد دی.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونو ارقام ښيي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه نیم مېلیارده امریکايي ډالرو سوداګري کېده خو اوس شاوخوا ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو پس د دواړو هېوادو ترمینځ سوداګري ډېره ورو شوې ده، او کله کله خو بیخي په ټپه ودرېږي، سوداګر وايي، د تورخم او چمن- سپین بولدک پر تجارتي لارو یې په مالونو بار لارۍ چې پکې تازه مېوې او سبزي بار وي، د لارو د بندېدو له امله اکثره ضایع کېږي او تر خپل ټاکلي منزله نه رسېږی.

بل پلو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو لخوا اداره کېږي، د جنورۍ میاشت کې له طلوع نیوز تلویزیون سره په یوه مرکه کې چې د سږني کال د جنورۍ میاشتې په نیمايي کې یې کړې وه، پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې، د دې پوښتنې څرګند جواب ورنکړ چې پاکستان ولې، د افغانستان پر وړاندې د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه جوړوي او تجارتي لارې یې پرمخ تړي؟ خو دا یې وویل، چې د اسلام اباد له چارواکو سره یې بیا بیا تجارتي ستونزه مطرح کړې ده.

پر ټرانزټي سوداګرۍ پاکستانی دریځ

اسلام اباد ادعا کوي چې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ ډېری توکي چې افغانستان ته څنګه وارد شي نو بیرته پاکستان ته اړول کیږي.

د کابل او اسلام اباد ترمینځ ټرانزیټ سوداګري د پاکستان تر جوړېدو پس له تېرو څه باندې اوو لسیزو راهیسې یوه لانجمنه مسله ګرځېدلې، ځکه خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا په ګډون نورې متبادلې لارې لټولې چې په هغو کې د هوايي دهلېزونو ایجادول هم شامل وو.

بل پلو ځینې کارپوهان بیا په دې نظر دي چې کېدای شي په پاکستان کې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه د ټولټاکنو په پایله کې راتلونکې حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت او هم پر سیمه ییز تجارت د خبرو اترو لپاره خپله نوې تګلاره وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG