د لاس رسي وړ اتصالات

جیک سولیوان: طالبانو سره د سولې تړون باید عمل کې ثابت شي 


طالبانو او امریکا د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په ۲۹ د سولې تړون وکړ
طالبانو او امریکا د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په ۲۹ د سولې تړون وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د مشاور موقف ته د منتخب ولسمشر جوبایډن کاندید جیک سولیوان وايي چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ په تړون کې دواړه خواوې ژمنې او مسولیتونه لري.

نوموړي د دوشنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۵) د «سي ان ان» تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې دا تړون باید یوازې د خبرې تر کچې نه وي، بلکې په عمل کې هم ثابت شي.

هغه وویل: «اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ ‌یو تړون شته چې په کې هم د امریکا متحدو ایالتونو ته او هم طالبانو ځینې مسولیتونه مخامخ دي.»

نوموړي د سي ان ان د فرید ذکریا په خپرونه کې دا څرګندونې وکړې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ تړون د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په وروستۍ نېټه د قطر په مرکز دوحه کې لاسلیک شو.

ښاغلي سولیوان وویل: « د طالبانو په مسولیتونو کې له القاعده ډلې سره د اړیکو پرېکون شامل دی، دا پریکون تش په خبرو کې نه، بلکې باید په عمل کې ثابت شي. همدغه راز د خشونت کمول او د افغان حکومت سره په ښه نیت مذاکرات په کې شامل دي.»

د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ خبرې پیل شوې دي. ټاکل شوې چې سبا سه شنبه د دواړو خواو ترمنځ د سولې، اوربند او نورو جدي مسایلو باندې مخامخ خبرې د قطر په مرکز دوحه کې پیل شي.

د امریکا د ملي امنیت د مشاور موقف ته د منتخب ولسمشر جوبایډن نوماند جیک سولیوان په خپلې مرکې وویل چې دا تړون په اصل کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ‌دي.

هغه وویل: «.... نهایتآ، دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ‌ یوه موافقه ده چې داسې یوې پایلې او سوله ییز جوړجاړي ته لار هواروي چې موږ ټول هغه څه ترلاسه کړو چې د هر چا هدف دی، او هغه په افغانستان کې د جګړې ختمول دي.»

هغه وویل چې د جوبایډن په مشرۍ حکومت به په همدغه اساس دپلوماسي مخ ته وړي او دا د امریکا د ملي امنیت تګلاره تضمینوي چې افغانستان به بیا هېڅکله هم د ترهګرو په ځاله نشي چې په متحدو ایالتونو بریدونه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې همدا نن په افغانستان د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت د طالبانو هغه تورونه ردکړل چې ګنې امریکايي ځواکونه تړون ته ژمن نه دي. طالبان وايي چې امریکایي ځواکونو په ننګرهار، هلمند او کندهار هوايي بریدونه کړي او د هغوی په خبره دا د تړون څخه سرغړونه ده.

خو ښاغلي لګیت وویل چې امریکا تړون ته ژمنه ده او د هغوی دریځ روښانه دی چې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې به افغان ځواکونو څخه دفاع کوي.

نوموړي همدغه راز طالبان په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او حکومتي مامورینو په هدفي وژنو هم تورن کړل او وویل چې باید د سولې د بریالي کېدو لپاره د طالبانو دا هدفي بریدونه بند شي.

XS
SM
MD
LG