د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی دوحې ته ځي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټېم دغه غړي، جمهوري نظام د سرې کرښې په توګه یاد کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټېم دغه غړي، جمهوري نظام د سرې کرښې په توګه یاد کړ.

ټاکل شوې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۵( مرغومې ۱۶) په دوحه کې پیل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم غړي غلام فاروق مجروح نن یکشنبه جنورۍ ۳( مرغومې ۱۴) امریکا غږ ته وویل که کوم تخنیکي مشکل رامنځته نشي، سبا به مذاکراتي پلاوی د خبرو د دوهم لپاره دوحې ته ولاړ شي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه: "د اجنډا برخه کې موږ د افغانستان د خلکو مشورې واخیستې چې څومره کولای شو مخته ولاړ شو چې تر کومه حده له جانب مقابل اړخ سره انعطاف ولرو."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټېم دغه غړي، جمهوري نظام د سرې کرښې په توګه یاد کړ.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکرتي ټېمونو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۲ نېټه پرانیستل شول.

یاد ټېمونه تر شااوخوا دوو میاشتو وروسته د اجنډا او کاري طرزالعمل په اړه هوکړي ته ورسېدل او تیره میاشت یې څو مخامخ ناستې هم وکړې، خو د دواړه لورو مذاکره کوونکو ټېمونو د ۲۰۲۰ ډسمبر په ۱۲ په مذاکراتو کې د وقفې رامنځته کېدو خبر ورکړ.

دا وقفه د سولې مذاکراتو د اجنډا په اړه د لا نورو سلا مشورو تر لاسه کولو لپاره وه.

دوهم پړاو مذاکرات پر داسې مهال پیلیږي چې د ملګرو ملتونو او نور بنسټونو د ټینګار سره سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی پر خپل حال پاتې دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سیاسي او مدني فعالانو ترڅنګ د خبریالانو د ترور پېښو هم زور اخیستی دی.

تیره ورځ ولسمشر غني د قطر له امیر سره هم خبرو کې په افغانستان کې پر اوربند ټینګېدو ټینګار کړی و.

ارګ ویلي و چې د قطر امیر ژمنه کړې وه چې حکومت به یې په افغانستان کې د اوربند ټينګېدو برخه کې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG