د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونه: په خبریالانو او نورو باندې د طالبانو هدفي بریدونه باید بند شي


په دې وروستیو په خبریالانو، د مدني ټولنې په استازو او نورو باندې هدفي بریدونه زیات شوي دي
په دې وروستیو په خبریالانو، د مدني ټولنې په استازو او نورو باندې هدفي بریدونه زیات شوي دي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړي څخه د امریکايي لورې د سرغړونې په اړه د طالبانو ادعا حقیقت نه لري.

وسله والو طالبانو په ننګرهار، هلمند او کندهار کې امریکايي ځواکونه د هوایي بریدونو د تر سره کېدو له امله د دوحې له تړون څخه په سرغړونه تورن کړي دي، خو امریکايی ځواکونو دا ادعا رد کړه.

د امریکايی ځواکونو ویاند سوني لګیت په ټویټر کې د افغان خبریالانو، مدني ټولنې د فعالانو او حکومتي مامورانو هدفي وژنې د طالبانو کمپاین او کار بللی دی.

هغه لیکلي دي چې باید د سولې د بهیر د کامیابېدو لپاره د طالبانو د «کمپاین» ودرول شي.

په دې وروستیو په خبریالانو، د مدني ټولنې په استازو او نورو باندې هدفي بریدونه زیات شوي دي چې هېڅ یوې ډلې یې مسولیت نه دی منلی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت نن دوشنبه جنورۍ ۴ ( مرغومې ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو خبرداري ته په غبرګون کې ویلي چې د امریکايي سرتیرو دریځ ثابت دی او تړون ته هم ژمن دي.

وايي د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې به د افغان ځواکونو دفاع کوي.

هغه زیاته کړې چې امریکايي لوری یو ځل بیا د ښکېلو اړخونو څخه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي.

وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې امریکايي ځواکونه په ننګرهار، هلمند او کندهار ولایتونو کې په هوايي بریدونو تورن کړي چې په وینا یې یاد بریدونه په غیر جنګي سیمو کې شوي دي.

طالبانو له خپله اړخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی چې په وینا یې تر یاد تړون وروسته په افغانستان کې د دوی لخوا پر امریکايي سرتیرو برید نه دی شوی.

دوی د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي و په ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې پر امریکايي سرتیرو برید نه دی شوی.

وسله والو طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا عملیات پيل شوي او ادعایې کړې چې امریکايي ځواکونه یې هوايي ملاتړ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که چیري د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه او په ارغنداب ولسوالۍ کې پوځي علمیات بند نشي طالبان به هم جدي عکس العمل ته مجبور شي چې په وینا یې مسؤلیت به یې امریکايي لورې ته متوجه وي.

د افغان چارواکو په وینا وسله والو طالبانو د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ پراخ بریدونه کړي چې په وینا په زرګونو کورنۍ هم د جګړې له امله بېځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت په هلمند، ننګرهار او هلمند کې د هوايي بریدونو او مخامخ نښتو پرمهال د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار چارواکو هم نن دوشنبه د هوايي برید پرمهال د عمر په نوم له بند څخه د یوه ازاد شوي طالب سرګروپ په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG