د لاس رسي وړ اتصالات

د مشورتي لویې جرګې کمېټو پر اصلي اجنډا بحثونه پيل کړل ـ امرخېل


د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې تر پرانیستلو یوه ورځ وروسته نن سې شنبه د یادې جرګې د ۵۱ کمېټو مشران او منشیان وټاکل شول.

د سولې مشورتي لویې جرګې هره کمېټه ۸۱ تنه غړي لري.

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر لسمه» امریکا غږ ته وویل، چې ټاکل شوې د نن ورځې په اوږدو کې د جرګې پاته ادارې هیئت چې د جرګې مرستیالان او منشیان دي هم وټاکل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د جرګې د پرانیستې په مراسمو کې عبدالرب رسول سیاف د جرګې د مشر په توګه وټاکه.

د جرګې د مسؤلینو په وینا د جرګې د رئیس مرستیالان او منشیان نن د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې د جرګې د کمېټو د مشرانو تر ټاکل کېدو وروسته یادو کمېټو عملاً کار پیل کړی دی.

ضیاءوالحق امرخېل
ضیاءوالحق امرخېل

هغه وویل:"په عین وخت کې کمېټو خپل کار هم پیل کړی دی،بحث هم پیل شوی دی، د جرګې پر هغه اصلي اجنډا باندې، انشاءالله سبا او بله ورځ به دغه موضوعات د مهالوېش په اساس سره راټولېږي."

نوموړي زیاته کړه چې د یو خاص نظم له‌مخې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې چارې مخته روانې دي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د جرګې د جوړېدو چارو د کمېسیون د مشر محمد عمر داودزي د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې ۳۰۰ تنه یې مېلمانه او پاته یې غړي دي.

د کمېټو مشران د ټاکنو له لارې وټاکل شول.
د کمېټو مشران د ټاکنو له لارې وټاکل شول.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

ولسمشر غني تېره ورځ وویل، چې د جرګې د ګډونوالو دنده د سولې تعریف دی او دا چې طالبان سولې ته چمتو دي که یا.

XS
SM
MD
LG