د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او طالبانو استازو "ښه فضا" کې د سولې خبرې پیل کړې


د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د تیرې جنورۍ میاشتې پر ۹مه په دوحه کې پرانیستل شو.
د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د تیرې جنورۍ میاشتې پر ۹مه په دوحه کې پرانیستل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په قطر کې د خپلمنځي ناستو د پییلېدو خبر ورکړی دی.

دواړو لورو تیر ماښام فبروري۲۲ (کب څلورمه) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې یاده ناسته د دواړو هیئتونو د مشرانو او ځینو غړیو ترمنځ په ښه فضاء کې تر سره شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار وشو: "نن ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو هیئتونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ښه فضا کې ناسته ترسره شوه."

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې په یاده ناسته کې ټاکل شوو کاري ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د تیرې جنورۍ میاشتې پر نهمه په دوحه کې پرانیستل شو، خو وروسته د د دواړو پلاو ترمنځ د کاري اجنډا پر سر د ځینو اختلافاتو له امله ناستې تر سره نه شوې.

افغان چارواکو ویل چې د دوی پلاوی مذاکراتو ته چمتو دی، خو طالب پلاوی یې د مذاکراتو په ځنډېدو تورن کړ.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو مذاکراتي پلاوی د سولې خبرو پر ځای په سیاسي سفرونو بوخت دی، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه و ویلي.

پر همدې مهال د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکراتي پلاوي غړی سید منصور سعادت نادري نن سې شنبه په یوې ناستې کې وویل چې د افغانستان خلک سوله غواړي او په وینا یې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

هغه هیله وښودل چې د افغان سولې په اړه خبرې به په ښه لوري حرکت وکړي: "د سولې مذاکراتو په پیلېدو سره نړیوالو شریکانو سره زموږ اجماع د ښو پرمختګونو شاهده وه... اوس مهال د سولې مذاکراتو د وروستي هدف په اړه اجماع ته رسېدلي یو."

بلخوا یوناما نن پخپل راپور کې وویل چې د سولې خبرو له پيلېدو سره په دغه هیواد کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG