د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت طالبان د سولې مذاکراتو په ځنډولو تورن کړل


افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

افغان چارواکي وايي د وسله والو طالبانو مذاکره کوونکي د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیلېدو ته چمتووالی نه لري.

په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو له پیلېدو شاوخوا درې اونۍ تیریږي خو افغان چارواکي وايي چې د طالبانو پلاوی تر دا مهاله مذاکراتو ته چمتو شوی نه دی.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري نن شنبه جنورۍ ۳۰ (سلواغه ۱۱) رسنیو ته په دې اړه غږیږ پیغام کې ویلي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دوهم پړاو مذاکراتو لپاره په دوحه کې دی، د مسؤلیت په احساس او د مذاکراتو اصولو ته ژمن دي، خو مقابل لوری تر اوسه د مذاکراتو ناستو ته نه دی چمتو شوی."

اغلې انوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي په انتقاد سره وویل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤلیت د هغه ډلې په غاړه دی چې د بین الافغاني مذاکراتو ځنډېدو لامل دي.

د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو له پیلېدو شاوخوا درې اونۍ تیریږي، خو تر دا مهاله دواړه لوري د سولې مذاکراتو د اجنډا په ترتیب او چمتو کولو باندې نه دي توانېدلي.

پر دې مهال په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار وحید عمر نن شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د یوې روښانه اجنډا سره دوحې ته تللی او زیاته یې کړه چې یاد پلاوی د مذاکراتو پیلېدو ته بشپړه چمتووالی لري.

عمر زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي د دوو اونیو په تیرېدو سره مذاکراتو ته زړه نه دی ښه کړی او زیاته یې کړه چې هغوی د ځینو هیوادونو مرکزونو ته په تګ سره «نوي ګواښونه» طرحه کړي دي.

وحید عمر وویل: "افغانستان په تیرو ۲۰ کلونو کې څو چنده مخته تللی دی، هم له ټولنیزه، هم فرهنګي، هم اقتصادي او هم سیاسي اړخه. طالبان باید نوی افغانستان وپيژني او د نوي افغانستان سره یو ځای شي، دغې طرحې چې په تاریخ کې محکومې شوې بیا تکرار نه کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم پر خپل ټویټر لیکلي چې په پلمو سره د سولې فرصت ضایع کول د ولس په حق کی جفا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو مشر عباس ستانکزي ویلي دي چې د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي،‌ خو ارک وايي چې قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

XS
SM
MD
LG