د لاس رسي وړ اتصالات

'بین الافغاني مذاکرات باید سانسور نشي، خبریالان دې پرېښودل شي'


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په دوحه کې د افغان سولې په اړه خبرو کې باید رسنۍ فعاله حضور ولري.

ددې وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوای شرق نن چهارشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې دوهمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې خلک باید د سولې خبرو په اړه معلومات ولري.

هغه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ روانو خبرو کې د رسنیو د فعال رول پر نشتوالی انتقاد وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې په یادو مذاکراتو کې د رسنیو د حضور په اړه د خبریالانو غوښتنه پر حق ده.

ښاغلي شیوای شرق وویل: "موږ هیله کوو چې هم د افغان حکومت رهبري او هم په دوحه کې د طالبانو مذاکراتي پلاوی د افغانستان ازادي رسنۍ مشخصي کړي، تر څو هغه څه چې جریان لري، سانسور نشي او د افغانستان خلکو ته د خبریالانو د ټولنې له لارې معلومات ورسیږي."

هغه وویل چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو قانون له مخې سانسور د قانون خلاف عمل دی او د افغانستان حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

د کلید ګروپ رسنیو مشرې نجیبه ایوبي هم وویل چې د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې له قطر څخه راګرځېدلي خبریالان بیرته دوحې ته ولیږي.

نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونه مسؤلیت لري چې د خبرو روان جریان له خبریالانو سره شریک کړي، تر څو د افغانستان خلکو ته یې ورسوي.

اغلې ایوبي وویل: "موږ دا هیله لرو چې له یوې لایف کمرې سره د مذاکراتو پر مېز حضور ولر، خو لږ تر لږه د ورځې په اخیر کې باید خبریالانو ته معلومات ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې قطر ته د افغان سولې په اړه خبري پوښښ لپاره یو شمېر خبریالان د بین الافغاني خبرو تر پرانیست غونډې یوه ورځ وروسته بیرته کابل ته ستانه شوي دي.

د یادو مذاکراتو په اړه معلومات کله ناکله د افغان مذاکراتي ټېم د ویاند او غړي نادر نادري او طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند ډاکتر محمد نعیم لخوا پر ټویټر شریک کیږي.

تر دا مهاله دواړو لورو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG