د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۰۰ ملکيان وژلي- کورنیو چارو وزارت


نړیواله ټولنه په افغانستان د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار کوي
نړیواله ټولنه په افغانستان د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن سې شنبه سپټمبر ۲۲ (تلې لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ۳۵۰۰ کسانو له ډلې څخه ۱۲۰۷ تنه وژل شوي او ۲۲۹۳ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان، د پاخه عمر نارینه او ځوانان شامل دي.

هغه وویل په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د سولې تر هوکړې وروسته په دفاعي حالت کې وو، طالبانو په تیرو شپږو میاشتو کې ۷۰۰۰ بریدونه کړي دي.

د کورنیو چار وزارت ویاند وویل چې یاد ملکي وکړي تر ډېره د سړک غاړې ماینونو کې مړه او ټپيان شوي چې په وینا یې طالبانو په دغه موده کې ۱۱۴۰ ماینونو ته چاودنې ورکړي دي.

هغه وویل: "افغان امنیتي ځواکونو په فعاله توګه د افغانانو او خاورې دفاع کړې ده، د وسله والو طالبانو شااوخوا ۱۳۰۰ ماینونه چې د تروریستي فعالیتونو په هدف ځای پر ځای شوي وو هم خنثی کړي دي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د وسله والو طالبانو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې بین الافغاني خبرې پرانیستل شوې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره ورځ ویلي چې د سولې خبرو تر پيلېدو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی چې په وینا یې د اندېښنې وړ دی.

هغه پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی و، تر څو د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره یوناما، اروپايي ټولنې، بشري حقونو او د کاناډا سفارت تیره ورځ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار وکړ.

XS
SM
MD
LG