د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګار


یوناما ویلي چې یوازې د شنبې په ورځ ۲۰ ملکیان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي
یوناما ویلي چې یوازې د شنبې په ورځ ۲۰ ملکیان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» اروپايي ټولنې، د کاناډا سفارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند غوښتنه کړې ده.

یوناما ویلي چې یوازې د تیرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۱ (وږې ۳۱) یوناما پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه مرګ ژوبله په څلورو بېلو پېښو کې رامنځته شوې چې په وینا یې ښځې، هلکان او انجونې پکې شاملې دي.

یوناما لیکلي: "په داسې حال کې چې موږ د سولې نړیوله ورځ لمانځو...موږ د ملکي تلفاتو د زیاتوالې په اړه اندېښمن یو، له اړوند لورو غواړو چې د دوی د ِژغورلو لپاره ژر تر ژره اقدامات وکړي او د دوحې خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي."

نن دوشنبه د سپټمبر۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده. ددې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازوالۍ هم د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

دغې ټولنې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی بند کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.

په افغانستان کې د کاناډا سفارت هم د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې سولې ته فرصت ورکړي او بشردوستانه اوربند وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د بین الافغاني خبرو هر کلی کړی او په هیواد کې د سولې ټینګښت لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په تیرو څو ورځو کې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د ښکېلو اړخونو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې مخکې په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان په ګډون زیات شمېر هیوادونو د دغو مذاکراتو پیلېدو هرکلی کړی دی.

تر دا مهاله د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلې څو ځله خپلو کې سره د سولې مذکراتو د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه کړي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم ویاند او غړي نادر نادري چې ویلي چې د تیرې ورځې بحثونو کې د سولې مذاکراتو د کاري طرزالعمل په اړه پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG