د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له امریکا سره خبرې به دوو ورځو کې بشپړې شي


د امریکايي او طالب استازو مذاکرات تېره پنجشنبه پیل شول
د امریکايي او طالب استازو مذاکرات تېره پنجشنبه پیل شول

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، چې د طالبانو د استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو په نهم پړاو کې پر یو لړ مسئلو خبرې شوي او تمه ده چې په دوو ورځو کې به د دواړو خواو ترمنځ په پاتې مسئلو هم موافقه تر لاسه شي.

سهیل شاهین تېره شپه د «اګست پر۲۳مه»په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین ته ویلي، چې تمه ده، روانې خبرې به په یو دوو ورځو کې پای ته ورسېږي.

سهیل شاهین ویلي:"اکثره مسایلو او عملي میکانیزم باندې موافقه شوې، یوازې یو څو مسایل لاپاتې دي."

هغه وویل:"خبرې به په یو دوو ورځو کې بشپړې شي."

تېره شپه د دواړو غاړو ترمنځ خبرې په کوچنیو کمېټو کې په بېلابېلو ځایونو کې شوي او د دواړو غاړو استازو چې معمولاً په «دیپلوماتیک کلوپ» سره لیده کاته کوي، تېره شپه عمومي غونډه نه لرله.

دا د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم پړاو مذاکرات دي چې د پنجشنبې په ورځ پیل شول.

په ورته وخت کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې ممکن د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یو دوو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د جمعې په ورځ په قطر کې د افغانستان له سفیر حکیم دلیلي سره هم لیده کاته کړي دي.

خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو د خبرو د پیل نه وړاندې پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې د دغه پړاو په پیل کې لومړی قطر ته ځي او بیا به له هغه ځایه افغانستان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG