د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له امریکا سره د توافقنامې د نهايي کولو هڅه کوو


طالبان وايي، هڅه کوي، چې نن سې شنبې د «اګست پر۲۷مه» له امریکايي استازو سره د توافقنامې وورستي جزئیات نهايي کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د «اګست پر ۲۶مه»پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دواړو لورو مذاکرات نن سې شنبه دوام کوي.

شاهین ویلي:"سبا د ورځې لس نیمې بجې به د امریکایې ټيم سره مذاکرات دوام کوي. هڅه کوو چې د توافقنامې وروستي ټکي نهایي کړو."

د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د نهم پړاو مذاکراتو نن سې شنبه شپږمه ورځ کېږي، چې د قطر مرکز دوحه کې روان دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پیلېدو مخکې پر خپل ټوېټر ولیکل، هڅه به وکړي، چې له طالبانو سره وروستي هوکړې ته ورسېږي.

په قطر کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین روانه اونۍ وویل، دواړو لورو خوشبیني ښودلې چې په نهم پړاو مذاکراتو کې وروستۍ موافقې ته ورسېږي.

تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، چې له طالبانو سره تر هوکړي وروسته به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلخوا افغان حکومت وايي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات یوازې یوه پروسه ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دا مذاکرات په ابتدايي حالت کې روان دي او اصلي مذاکرات به د بین الافغاني مذاکراتو له پیلیدو وروسته وي.

محب زیاته کړه:"زموږ مسایل ډیر غټ دي، په حکومتدارۍ دي، په حکومت کې په شراکت دي، په راروان سیستم باندې دي، ډیر داسې مسایل دي چې په هغې به موږ خبرې کوو، او هغه آسانه کار نه دی".

ښاغلی محب وویل، چې د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې موافقه ممکنه نه ده.

XS
SM
MD
LG