د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: طالبانو سره تر موافقې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو


ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې بین الافغاني مذاکرات به د افغانستان پر آینده پرېکړه کوي
ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې بین الافغاني مذاکرات به د افغانستان پر آینده پرېکړه کوي

متحدو ایالتونو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته به د افغان حکومت ننګه نکوي.

په داسې حال کې چې په قطر کې امریکا او طالبان یوې موافقې ته نژدې شوي دي، د رویټرز خبري اژانس د یو طالب قوماندان له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي: " موږ د افغان حکومت پر ضد خپله جګړه روانه ساتو او واک به په زوره ترلاسه کوو."

رویټرز همدغه راز د یو بل طالب قوماندان له خولې هم لیکلي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته به یې جګړه ماران د افغان حکومت او امریکایي ځواکونو سره خپله جګړه روانه ساتي.

دغه طالب قوماندان ویلي دي: " له تړون وروسته به امریکایي ځواکونو د افغان حکومت سره مرسته دروي او په داسې حال کې به افغان ځواکونو له طالبانو سره د جګړې توان هم ونلري. "

خو زلمي خلیلزاد دا خبرې تشې ادعاوې بللې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هېڅوک هم باید په داسې تبلیغاتو دوکه نشي. هغه په پښتو، دري او انګلیسي کې دا ټویټونه کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاندویانو تر دې دمه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د متحدو ایالتونو مرستې دوامدارې او پایدارې دي.

هغه وویل " زمږ ملګرتیا په مشترګو ګټو ده. د ترهګرۍ ګواښ یو ګډ ګواښ دی او په ګډه يې باید پر ضد مبارزه وشي. زموږ مبارزه او قرباني یوازې د افغانستان د امنیت لپاره نه بلکې د سیمې او امریکا د امنیت لپاره هم ده. "

هغه وویل باید طالبانو ته اجازه ورنکړل شي چې یو وار بیا افغانستان د ترهګرو په ځالې بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې په بین-الافغاني مذاکراتو کې کیږي. هغه ویلي وو چې په دغو مذاکراتو کې به داسې یوې موافقې ته رسیږو چې طالبانو ته په سیستم کې ځای پر ځای کړل شي.

XS
SM
MD
LG