د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له امریکا سره وروستي توافق ته نږدې شوي یو


دا په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د نهم پړاو مذاکراتو اومه ورځ ده
دا په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د نهم پړاو مذاکراتو اومه ورځ ده

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، له امریکا سره مذاکراتو کې موافقې ته نژدې شوي دي.

نوموړي نن چهارشنبه د «اګست پر۲۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې نن هم د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات روان دي.

شاهین ویلي:"نن هم مذاکرات دوام کوي. وروستي توافق ته ‌‌‌‌‌‌نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو."

د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات د تېرې شپې تر یوې بجې دوام درلود.

دا په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو مذاکراتو اومه ورځ ده، دغه مذاکرات د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ماښام پيل شوي دي.

په قطر کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وايي، د دواړو لورو استازو ورته ویلي، چې د وروستۍ موافقې د مسودې د جزئیاتو پر بڼې باندې هم کار کړی دی.

نوموړی وايي، امریکايي او طالب استازو ورته ویلي، چې ټاکل شوې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیک د قطر مرکز دوحه کې لاسلیک شي، چې کره ورځ به یې په څو ورځو کې ژر اعلان شي.

د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د قطر د امیر ترڅنګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازې هم ګډون کوي.

بلخوا ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته سفر وکړي، ترڅو افغان چارواکو ته د موافقې د وروستیو جزئیاتو په اړه معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG