د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۲۵ میلیونه نوي نیالګي کېنول کیږي


نن چهارشنبه د کب ۲۰مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس په دغه هیواد کې د نیالګیو کېنولو د ملي کمپاین ورځ ده.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ددې ورځې په مناسبت په ټول هیواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پيل کړی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس ټاکل شوې سږ کال په دغه هیواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه نوي نیالګي کېینول شي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر شاه زمان میوندي وايي چې تیر کال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شول.

هغه نن چهارشنبه مارچ لسمه (کب ۲۰) د نیالیګو کېنولو ملي کمپاین ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي: "سږ کال موږ د اړوند ادارو په همکاري، په پلان کې لرو... چې په ټول هیواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه نیالګي کېنوو."

نوموړي د ټولنې پر نورو غړو باندې هم غږ کړئ چې د هیواد د سمسورتیا لپاره د نیالګیو په کېنولو کې ونډه واخلي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د نوو نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شوی دی.

اړوندې ادارو د نیالګیو کېنولو ته د خلکو هڅې په هدف زیاتوي: "ددې لپاره چې، وکولی شئ تازه ساه وباسئ او د هوا ککړتیا له امله له رامنځته کېدونکو ناروغیو خوندي شي نیالګي کېنوئ."

خو اندېښنه داده چې هر کال د پسرلي موسم په راره سېدو سره ګڼ نوي نیالګي کېنول کیږي، خو د اوبو نه ورکولو او نه پاملرنه له امله بیرته له منځه ځي.

خلک ټینګار کوي چې په دې برخه کې د پیسو لګولو ترڅنګ باید د نیالګیو ساتنې ته هم باید توجه وشي.

XS
SM
MD
LG