د لاس رسي وړ اتصالات

یو نیالګی کېنوی، خو سمه پالنه یې وکړئ


د پسرلي په راتلو هر کال په افغانستان کې د نیالګيو کېنولو کمپاینونه پیلیږي خو د تمې خلاف تر ډېره دغه نیالګي لنډ عمر کوي او وچیږي.

د چارو کارپوهان وايي، د ونو کرل د هر شخص دنده ده او د نیالګيو پالنه چې تر ټولو مهم ټکی دی یوازې د دولت کار نه‌دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، کله چې یو ونه کېنول کیږي روزنکی یې دې ته اړ دی چې د خپل نیالګي پالنې لپاره حوصله او تر څنګ یې سمه پالنه وکړي.

چاپېریال پوه کاظم همایون امریکا غږ ته وویل، د دې پر ځای چې یو شخص څو نیالګي کېنوي او سمه پالنه یې نه‌کوي ښه دا ده چې یو نیالګی وکري خو سمه پالنه یې وکړي:

"د ونې د کرنې نه د هغې پالنه اړینه ده. که موږ یو نیالګی کرو باید حوصله ولرو پالنه یې وکړو چې سمر ته ورسیږي."

ښاغلي همایون دا هم وویل چې د سالم چاپېریال درلودو لپاره باید هر وګړی په دې برخې کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

له بلې خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي هم د ښاریانو له خوا د ونو په پالنو کې پوره پام نه کول د ونو د وچېدو لوی عامل بولي.

اکبر رستمي د یاد وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل: "یوازې عام وګړي کولی شي د نیالګیو په سمې پالنې کې رول ولوبوي."

هغه زیاته کړه چې د لیندۍ میاشتې د ۱۵ نه د وري تر ۱۵ پورې په ټول افغانستان کې د نیالګيو ویشنو او کېنولو کمپاین پیل شوی دی.

سږ کال ۲۰،۴ میلیونه نیالګي په افغانستان کې تولید شوي دي.

XS
SM
MD
LG