د لاس رسي وړ اتصالات

تېر کال په افغانستان کې د مخدره توکو ۲۶۰۰ قاچاقبر نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي تیرکال یې د اوړم کال پرتله د مخدره توکو د قاچاقبرانو پرخلاف عملیات ۶۵٪ زیات وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي تیرکال یې د اوړم کال پرتله د مخدره توکو د قاچاقبرانو پرخلاف عملیات ۶۵٪ زیات وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېر لمریز کال له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسوڅه باندې ۲۶۰۰ قاچاقبر نیولي چې په همدې کال کې ددغه وزارت د قاچاقبرانو په وړاندې په عملیاتو ۶۵ په سلو کې زیاتوالی ښيي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د سې شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته په تېر کال کې د مخدره موادو د مبارزې د پولیسو د کړنو د راپور د وړاندې کولو په مهال وویل چې په همدې کال کېپه افغانستان کې مخدره توکو سره د مبارزېپولیسو ۲۳۴۱ عملیاتونه (۴۰۱ ستر عملیاتونه، ۴۶۸ متوسطه او ۱۴۹۲ واړه عملیاتونه)یې د قاچاقبرو شبکو پر وړاندې تر سره کړي دي چې د ۱۳۹۴ کال په پرتله ۶۵ فیصده زیاتوالی ښیي.

باز محمد احمدي وویل "د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو د عملیاتونو په پایله کې،۲۶۸۳ قاچاق وړونکي نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي د نیول شوو قاچاق وړونکو په منځ کې ۱۲ تنه یې د مخدره توکو د سترو مافیایي شبکو له مشرۍ څخه دي."

په دې راپور کې راغلي دي چې د نیول شوو کسانو له ډلې څخه یې ۵۲۵ لوی قاچاقبر، ۵۸۶ یې منځني او ۱۵۴۶یې واړه قاچاقبر دي چې دوه پاکستانیان او شپږ ایرانیان هم په نیول شوو کسانو کې شامل دي.

په دې کال کې د عامه خدماتو ۳۷مسولینهم نیول شوي ،چې د ۲۰ پولیسو په ګډون ۱۷ تنه یېد ملي اردو منسوبین دي.

د هغه په وینا ښځې هم په دې کال کې د پخوا په پرتله د مخدره توکو په کاروبار کې شاملې وې چې شمیر یې ۶۷ تنو ته رسیږي.

د کورنیو چارو وزارتمرستیال وویل چې د مخدره توکو په کاروبار کې د شاملو ښځو ونډه ۹۱ فیصده ډیره شوې ده.

د هغه پر وینا له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسود حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د ۱۴۹ عملیاتونو په ترسره کولو سره۱۸۵ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.

د مخدره توکو نیول

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزېمعینیت د یو کلن راپور په بنسټ د تیر کال په اوږدو کې نږدې ۶۵۰ ټنه مخدره توکي، کیمیاوي مواد او الکولي مشروبات کشف او له منځه تللي دي.

همدارنګه د هیرویینو د تولید ۱۲۱ فابریکې په ټول افغانستان کې له منځه وړل شوي دي.

څه باندې ۷۱ ټنه تریاک،۳.۵ ټنه هیرویین،شاوخوا ۶۲ ټڼه مورفین،څه باندې ۲۸۰ ټنه چرس،۱۱۵ ټنه الکولي مشروبات،۱۰۸ ټنه کیمیاوي مواد چې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې د پولیسو په لاس ورغلي دي.

چې د جنرال احمدي په باور که دا مواد بهر ته لیږدول شوي وای د درې میلیارد او دوه سوه ډالرو په ارزښت به خرڅ شوي و.

جنرال بازمحمد احمدي وویل چې د۱۳۹۵کال په پرتله یو کال مخکې یې د تریاکو په کشف او ضبط کې۱۸۴فیصده،هیرویینو کې ۲۴ فیصده،چرس ۲۵ فیصده او الکولي مشروباتو کې ۴۴۹ فیصده ډیرواله راغلی دی.

په ترسره شوو عملیاتونو کې شپږ د پولیسو منسوبین له منځه تللي او پنځلس نور یې ټپي شوي دي چې د ښاغلي احمدي پر وینا په ۱۳۹۴ کال کې ۲۲ تنه وژل شوي وه او ۳۰ نور ټپیان وه.
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي چې دا هیواد لاهم په نړۍ کې د مخدره توکو ستر صادروونکی دی.

د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزارت شمیرې دا څرګندوي چې نږدې ۷۰ فیصده د تروریزم د ملاتړ منابعپه دې هیواد کې د مخدره توکو له کښت او قاچاق څخه سرچینه اخلي.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي سرمفتش جان ساپکو ویلي وه چې د مخدره توکو د تجارت،وسلوالو مخالفینو او افراط ګرایۍ تر منځ نږدې اړیکه شته او ډیری وسلوالې ډلې د مخدره توکو د ګټې له لارې په خپلو کړنو کې کار اخلي.


د امریکا نظامي چارواکو دا هم ویلي وه چې په افغانستان کېد وسلوالو ۶۰ فیصده ګټه د مخدره توکو د تجارت له لارې برابریږي.

خو بیا هم د افغانستان د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزارت ویلي چې سږ کال به په جدي ډول د مخدره توکو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG