د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: روغتیا وزارت ته به مسلکي کس وټاکل شي


ولسمشر غني ویلي د افغانستان طبي سیستم باید د باور وړ، مسلکي، ژمن، د مهارت لرونکی او معیاري وي.
ولسمشر غني ویلي د افغانستان طبي سیستم باید د باور وړ، مسلکي، ژمن، د مهارت لرونکی او معیاري وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د عامې روغتیا وزارت لپاره به سیاسي نه بلکې یو مسلکي مسؤل وټاکل شي.

ښاغلي غني تېر ماښام پنجشنبه ډسمبر ۳۱( مرغومې ۱۱) د عامې روغتیا وزارت څخه د لیدنې پرمهال همدارنګه ویلي چې د افغانستان طبي سیستم باید د باور وړ، مسلکي، ژمن او معیاري وي.

ولسمشر غني د روغتیا وزارت د پخواني وزیر احمد جواد عثماني‌ له لېرې کېدو وروسته د دغه وزارت لیدو ته ولاړ. خو جواد عثماني وروسته وویل چې استعفا یې نه دهکړې بلکې لیري شوی دی.

که څه هم تر دا مهاله د روغتیا وزیر د لیري کېدو څرګند لامل لا روښانه شوی نه دی، خو د تیرې چهارشنبې په ورځ لویې څارنوالۍ د رشوت غوښتلو په تور د یاد وزارت د څلورو تنو مامورینو د نیول کېدو خبر ورکړ.

ولسمشر غني هم تېر ماښام ویلي چې په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت سپکاوی دی.

هغه ویلي: "باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبیق او حق حقدار ته ورسېږي؛ همدا راز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي....دې وزارت ته سیاسي شخص نه راځي، سرپرست تعینېږي او یو مسلکي مسوول به ولري."

ولسمشر غني همدارنګه ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې به ټول تغیرات او تعینات د قانون له مخې کیږي او په وینا یې د هغه د لاسلیک پرته د مقرریو ټول لیستونه اعتبار نه لري.

بلخوا د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور له دندې څخه د روغتیا وزیر پر لیري کېدو اندېښنه ښودلې او د حکومت دغه پرېکړه یې سپکاوی او له حساسیته ډکه بللې ده.

XS
SM
MD
LG