د لاس رسي وړ اتصالات

عثماني: د نوي کروناویروس د ارزونې ظرفیت نلرو؛ پاکستان او هند ته سفر محدود کړئ


د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني
د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني

د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني په یو شمیر هېوادونو کې د کروناویروس د نوي ډول خورېدو ته په اشارې وايي چې افغانستان تراوسه د دې ویروس د دویم ډول د ارزونې ظرفیت نه لري.

ښاغلي عثماني د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۱) خبریالانو ته وویل چې له دې وړاندې افغانستان د یو شمیر ویروسونو په ځانګړي ډول د پولیو سمپلونه د ارزونې لپاره پاکستان ته استول.

هغه وویل: "موږ هڅه کوو چې د جینوټایپینګ یا د ویروس د بڼو د پېژندنې ظرفیت په افغانستان کې چمتو کړو ترڅو له بهرنیو هېوادنو سره له تړلتیا خلاص شو".

د افغانستان د روغتیا وزیر زیاته کړه چې د کروناویروس د نوي ډول د مخنیوي لپاره باید افغانان تر راتلونکو څلورو اونیو هند او پاکستان ته سفر ونکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د نوې بڼې د خورېدو د مخنیوي لپاره د هغو افغانانو او بهرنیو اتباعو د کروناویروس د معاینې غوښتنه کړې چې غواړي افغانستان ته سفر وکړي.

ښاغلي عثماني وویل: "د ملکي هوايي چلند له ادارې غواړو چې د هوايي شرکتونو له لارې زموږ دا پیغام شریک کړي ترڅو هغه مسافر چې له بهر څخه افغانستان ته راځي، د کرونا له ټیسټ پرته ورته د سفر اجازه ورنکړي".

دا اندېښې په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې افغانستان په تیرو څلورو اونیو کې د کروناویروس د خورېدو له پلوه د ثبات په حالت کې دی او د روغتیا وزیر ویلي چې په یوه اونۍ کې د کروناویروس د مثبتو پېښو کچه د ۱۳۰۰ څخه نیولې تر ۱۶۰۰ پېښو ثبت شوې او له هغې وړاندې دا شمیره مخ په لوړېدو وه.

خو ښاغلي عثماني زیاته کړه: "د دویمې څپې دوره به د لومړۍ څپې په پرتله اوږده وي او له همدې امله زموږ ټوله هڅه دا ده چې د افغانستان روغتیايي سیستم چمتو کړو ترڅو په راتلونکي کې د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره فعال او چمتو وي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې د لومړۍ څپې په څیر دا ځل هم خلک باید په غونډو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړي، تل خپل لاسونه په اوبو او صابون ووینځي، له ماسکونو څخه استفاده وکړي او نورې روغتیايي سپارښتنې هم عملي کړي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره یوکال وړاندې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او له هغې وروسته په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه څه باندې ۸۲ میلیونه او ۷۰۹زره کسان په ټوله نړۍ کې په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې له یو ملیون او ۸۰۰زرو څخه زیات یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG