د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کرکټ ملي لوبغاړي د هیواد اصلي سفیران دي


جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارګ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو سره وکتل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارګ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو سره وکتل.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارګ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو سره کتلي او نغدي جایزې یې ورته ورکړیدي.

ښاغلي غني لوبغاړو ته ویلي چې د ټول هیواد ویاړ او "اصلي سفیران" دي. په غونډې کې د افغان لوبغاړو تر څنګ د کرکټ بورډ پخواني رئیس شکرالله عاطف مشعل ته هم ګډون کړی و چې د میر مسجدي خان مډال ورته ورکړل شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې د افغان لوبغاړو وړتیا وستایله او زیاته یې کړه چې ټول هیواد پرې ویاړي او د هیواد "اصلي سفیران" دي.

ښاغلي غني افغان لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل "هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي". د آسیام جام په سیالیو کې د افغانستان او هند تر منځ د لوبې د مساوي کیدو نه وروسته یو هندي ماشوم وژړل چې وروسته بیا افغان لوبغاړو راشد خان او محمد شهزاد محمدي عکسونه واخیستل.

د افغانستان د لوبغاړو دا کار په ټولنیزو شبکو کې هم ډیر وستایل شول.

جمهور رئیس وویل هند ته پخپل تازه سفر کې یې د هغه هیواد د صدراعظم نریندرا مودي د خولې د افغان لوبغاړو ډیرې ستاینې اوریدلي.

افغانستان د آسیا جام په سیالیو کې پنځه لوبې وکړلې چې لومړنۍ دوه یې وګټلې، دوه یې وبایللې او د هند سره یې لوبه مساوي شوه. دا د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب اخیستو نه وروسته لومړی ځل و چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دومره مهمو سیالیو کې برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG