د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمېسیون: کېدای شي ولسمشریزې ټاکنې درې میاشتې وځنډېږي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، کېداشي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې درې میاشتې وځنډېږي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر پنځمه» امریکا غږ ته وویل چې د کمېسیون رهبرۍ په دې اړه د سیاسي احزابو له مشرانو سره غونډې پیل کړي چې په دې اړه به یې خپل وروستۍ پرېکړه نن اعلان کړي.

هغه وویل:"همدا اوس د کمېسیون رهبري په دې اړه بحثونه لري، د هېواد له مشرانو سره تر څو دوی یوې پرېکړې ته ورسېږي،ممکن د دوو دری میاشتو دغه پروسه وځنډول شي، خو وورستۍ پرېکړه نه ده شوې."

ښاغلي‌ سادات وویل، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ښه مدیریت او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د رامنځته شوو ستونزو د تکرار د مخنیوي په هدف ځنډول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال په سرطان میاشت کې تر سره شي.

ټاکل شوې وه راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې کال د حمل پر ۳۱مه تر سره شوي وای.

د ټاکنو کمېسیون د روانې مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د ۱۲ ورځو لپاره پیل کړ، چې کمېسیون وايي په دغه موده کې به یوازې معلوماتي بستې وېشل کېږي، خو نوم لیکنه به نه کېږي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې تر دامهاله شااوخوا څلوېښتنو تنو معلوماتي بستې تر لاسه کړي، خو لا هم چا د کاندید په توګه خپل نوم نه دی ثبت کړی.

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ هم امریکا غږ ته ویلي و د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدو احتمال شته.

XS
SM
MD
LG