د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: سولې خبرو ته د ولسمشرۍ انتخابات نه ځنډېږي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې په اړه د روانو خبرو د پایلو تر معلومېدو پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ځنډېدل هېڅ مطرح شوي نه دي.

عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرې او ولسمشرۍ انتخاباتو پروګرامونه هر یو پر خپل ځای اهمیت لري چې د سولې خبرې به روانې وي او انتخابات به پر خپل ټاکلې نېټه کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي د پیل شوي۱۶ ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ د ښځو یوې غونډې ته کولې.

ښاغلي‌ عبدالله وویل، افغان حکومت پر ټاکلي وخت د انتخاباتو د تر سره کېدو په اړه خپل موقف اعلان کړی دی.

هغه زیاته کړه:"د افغانستان د خلکو غوښتنه هم داده، د انتخاباتو پروسه چې د نظام پایښت ته مشروعیت ورکوي، باید ځنډ پکې رانشي."

نوموړي همدارنګه زیاته کړه د افغانستان د اهدافو د اصلي کرښو او د سولې لارې د اعلان شوي نقشي له‌‌مخې د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو ساتل په هېواد کې د سولې او ثبات په معنا دي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس دا څرګندونې داسې مهال کي چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډېدو په اړه راپورونه خپاره شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هدف د حکومت لخوا ټاکل شوي مرکچي پلاوي تېره شپه په ارګ له افغان چارواکو سره لومړنۍ کاري غونډه وکړه.

د سولې مرکچي پلاوي غونډه
د سولې مرکچي پلاوي غونډه

افغان ولسمشر په دغه غونډه کې ویلي چې د سولې د مذاکراتو د شیوې په اړه وړاندې شوی لارښود له خلکو سره د اته میاشتنیو مشورو په پایله کې رامنځته شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پر رسمي ویب سایټ خپور شوی بیان وايي چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم ویلي چې د سولې په اړه ټاکل شوی مرکچي پلاوی د حکومت او خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

ولسمشر غني په جنیوا کنفرانس کې له طالبانو سره د خبرو اترو په هدف د سلام رحیمي په مشرۍ د ۱۲ کسیز مرکچي پلاي د جوړېدو خبر ورکړ.

افغان حکومت د ولسمشر غني د دفتر د رئیس سلام رحیمي پرته تر دامهاله په رسمي ډول د سولې د مرکچي پلاوي د نورو غړو په اړه چې څوک دي معلومات نه دي ورکړي.

ارګ وايي په دغه غونډه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء نوي رئیس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي هم ګډون کړی و.

افغان ولسمشر تېره ورځ عمر داودزی د سولې په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

عمر داودزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، په پاکستان کې د افغانستان سفیر، او تر هغه وروسته د نوموړي په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.​

ښاغلی داودزی مخکې تر دې چې ولسمشر غني یې د سولې په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي د حراست او ثبات شورا له مهمو غړو څخه و.

XS
SM
MD
LG