د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد افغان مشرانو سره له لیدنې وروسته مسکو ته تللی


کابل کې د امریکا سفارت وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د حکومت مشرانو سره له لیدنې وروسته مسکو ته تللی دی.

د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلي خليلزاد د ډسمبر په ۶مه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره يې، د سیمې له هیوادونو سره د اړيکو او د روانې شخړې د سیاسي حل لپاره د افغانستان پر چمتووالي بحث وکړ.

په بیان کې راغلي "د دغه کتنې څخه وروسته، ځانګړی استازی خليلزاد د سولې د سيمه‌یيزو هڅو په تړاو د خبرو اترو لپاره مسکو ته لاړ".

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې ښاغلي خلیلزاد په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې یو شمیر هیوادونو ته د خپل وروستیو سفرونو په اړه د افغان حکومت مشرانو ته معلومات ورکړي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند صمیم عارف امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دواړو خواو د سولې د مذاکرتو د پیل لپاره پر راتلونکو پلانونو هم خبرې کړې دي.

هغه وویل: "افغان حکومت په دې فکر دی، چې اوس د مذاکراتو لپاره بهترین وخت دی، زمینه سازي ډیره شوې ده او همدارنګه د جینوا په کنفرانس کې رئیس جمهور بې‌ له قید او شرطه د مذاکراتو وړاندیز کړی، خو کله چې سوله کیږي او تړون امضا کیږي په هغې کې به خامخا دواړه خواوې خپل شرایط لري".

ښاغلي عارف زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د سولې طرح هم وړاندې کړې ده او له وسله‌ولو طالبانو سره د مذاکراتو د پيل لپاره بشپړ تیاری لري.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل، چې ولسمشر غني په جینوا کنفرانس کې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې ۱۲ کسیزه مرکچي پلاوی اعلان کړی او ټینګار یې وکړ "موږ په دې هیله یو چې مذاکرات ژر تر ژره پیل شي".

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره "جدي اراده" لري او زیاته کړې یې ده، چې د سولې ګډې هڅې په افغانستان کې د "دایمي ثبات او تلپاتې سولې" له راوستلو سره مرسته کوي.

ښاغل خلیلزاد کابل ته له خپل سفر وړاندې اسلام‌آباد ته تللی وو او له پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې پاکستاني چارواکو په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړی دی.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د پاکستاني چارواکو د همکاریو په اړه د افغانستان د حکومت مشرانو ته وضاحت ورکړی دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون امریکا غږ – اشنا ته وویل: "د حکومت مشرانو هم ډاډ ورکړ، چې هرډول خبرو اترو ته چمتو دي او هغه دولس کسیزه پلاوی چې ټاکل شوی، ډاکټر زلمي خلیلزاد ترې ستاینه وکړه او وې ویل، چې دا د سولې هلې ځلې نتیجې ته نږدې کوي او د سولې لپاره سهولت رامنځ ته کوي. هغه ژمنې چې پاکستان کړي دي موږ هیله‌مند یو چې عملي اقدامات په کې وشي او کوم جدي تلاشونه چې اوس د سولې په اړه روان دي دا نتیجه ورکړي".

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د سولې د لارو چارو د موندلو لباره د دوشنبې په ورځ د سیمې هیوادونو ته خپل ۱۸ ورځنی سفر پیل کړ.

ښاغلي خلیلزاد له دې وړاندې هم د خپل ماموریت له پیل څخه وروسته دوه ځلي افغانستان او د سیمې هیوادونو ته سفر کړی او د افغان سولې په تړاو یې د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG