د افغانستان د محبسونو او توقیف خانو د رهبرۍ د یوې تازه پرېکړې لهمخې هر هغه افغان زنداني چې سل پاڼې کتاب مطالعه او په اړه یې سمینار ورکړي، د بند موده یې شپږ ورځې کمېږي.
د کورنیو چارو وزارت نن جمعه د لېندۍ پر۲۲مه ویلي، چې یاده پرېکړه پرون پنجشنبه د څرخي پله زندان د زندانیانو لخوا د ۱۰ ټوکه لیکل شوو کتابونو په پرانیست غونډه کې شوې ده.
دغه وزارت ویلي، چې په یاده غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار ډاکټر میرویس کوچي، د محبسونو او توقیف خانو رهبرۍ او یو شمېر زندانیانو هم ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د دې غونډې ویناوالو وویل، چې پر داسې مسودې کار روان دی چې له مخې به یې د هر هغه زنداني په حبس کې شپږ ورځې تخفیف راځي چې زنداني ۱۰۰ صفحې کتاب مطالعه او په اړه یې مالومات وړاندې کړي."
په دغه غونډه کې ټینګار وشو، چې د یادې پرېکړې پلې کول به د زندانیانو د مهارتونو په لوړولو،د بند مودې په راکمولو او له جرایمو له ژغورلو سره مرسته وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د محبسونو او توقف ځایونو رهبرۍ د افغان بندیانو د بند مودې راکمولو په اړه یاده پرېکړه کوي.
دا مهال د افغانستان په زندانونو کې زرګونه سیاسي او جنايي بندیان د بند شپې او ورځې تېروي.