د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغان حکومت لخوا د زندانیانو د خوشي کېدو هر کلی کړی


طالبانو د افغان حکومت لخوا د زندانیانو د خوشي کېدو د هر کلي کړی او تمه یې ښودلې چې نور زندانیان هم خوشي شي.

طالبان پر داسې مهال د افغان حکومت لخوا د خپل زندانیانو پر خوشي کېدو خوښي ښيي چې تېره ورځ د هرات له زندان څخه د ولسمشر غني د فرمان له‌مخې ۳۸ طالب زندانیان خوشي شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ ته وویل، چې یاد کسان په هرات او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو په لیکو کې د نظام ضد وسله والو فعالیتونو په تور نیول شوي و.

هغه وویل:"دغه کسان چې د دولت ضد فعالیتونو په تور د محاکمو لخوا په بند محکوم شوي و، د ولسمشر غني د هدایت په اساس د کوچني اختر په مناسبت یې د بند پاتې موده وبخښل شوه او خوشي شول."

طالبانو هم نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۱مه» ویلي، چې افغان حکومت تېره ورځ د څرخي پله او بګرام زندان په ګډون له یو شمېرو نورو زندانونو څخه د بندیانو د خوشي کولو لړۍ پيل کړې ده.

طالبانو پخپلې اعلامیې کې ویلي:"د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون د تېرې ورځې د راخلاصو شوو بندیانو ازادي یو ښه ګام بولي او د دې پروسې د دوام غوښتنه کوي."

دوی وايي، د حکومت لخوا په خوشي کېدونکو زندانیانو کې یوازې ۲۶۱ تنه د دغه ډلې وسله وال شامل دي او وايي، پاتې هغه کسان دي چې د «غلطو» معلوماتو په اساس زنداني شوي دي.

پر همدې مهال په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په یوه ټوېټ کې د افغان حکومت لخوا د کوچني اختر په مناسبت د طالب زندانیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.

جان بس ویلي، چې یاد کار به تلپاتي سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره د یو بل له منلو څخه منشاء واخلي.

هغه ویلي چې بل مقابل د افغان حکومت زندانیان طالبان نه خوشي کوي، بلکې د افغان سرتېرو لخوا د عملیاتو پرمهال خوشي کېږي.

​دا په داسې حال کېده چې ولسمشر غني روانه میاشت اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت او د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې په اساس به ۸۸۷ تنه زندانیان خوشي کړي.

د افغان حکومت یوې سرچینې نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، خوشي کېدونکي ټول زندانیان چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېږي وسله وال طالبان دي.

سرچینې وویل، چې یاد طالب زندانیان د افغانستان د ملي امنیت ریاست او عدلي او قضايي ارګانونو تر څېړنو وروسته خوشي کېږي.

که څه هم تر دا مهاله د افغانستان په زندانونو کې د بندي طالب زندانیانو کره شمېره معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې شمېر یې زرګونو تنو ته رسېږي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د خوشي شوو طالب زندانیانو په اړه د افغانستان د لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو افغان حکومت وویل، چې په دې اړه به وروسته خپل نظر څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG