د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له حاکمېدو وروسته، د مالي سرچینو کمښت د افغانستان نږدې نیمايي راډیوګانې تړلي


د مالي سرچینو کمښت، په افغانستان کې د یو زیات شمېر شخصي راډیوګانو د خپرونو د بندېدو لامل بلل شوی دی.

په تېر یوه کال کې، په دغه هېواد کې د ۲۹۳ راډیوګانو تقریبا نیمايي تړل شوي او کتونکي اندېښنه لري چې که اقتصادې ستونزې دوام وکړي، ښايي دا پاتې راډیوګانې هم له فعالیته ولوېږي.

هیچا فکر نه کوه چې یو وخت به په میدان وردګو کې د تجلا راډیو یوه افسانه او د تېر تاریخ برخه شي. د دې راډیو کارکوونکو او بنسټګرو په ملي کچه د یو منل شوي رسنیز بنسټ په توګه د تجلا د غوړېدو فکر درلود. خو د مالي ستونزو له آمله د تجلا خپرونې بندې شوي دي.

د تجلا راډیو مسوول او بنسټګر نجیب حبیبي د خپلو نشرانو د بندېدو لامل د مرستو نشتوالی او د مالي سرچینو وچېدل بولي. هغه وايي: "هغه اعلانات او برنامې چې پخوا به وې، اوس هغه بندې شوي او یا د نشر اجازه یې نه ورکول کېږي. مثلا، ځینې هغه اعلانات وو، ځېنې د اګاهي عامه پروژې وې، داټولې په ټپه دریدلي دي."

دې راډیو له تړل کېدو وړاندې په یوه شپه ورځ کې، شپاړس ساعته خپرونې درلودې. ښاغلی حبیبي وايي، خپرونو یې دیني، معلوماتي، تفریحي او خبري برخې درلودلې.

تجلا په افغانستان کې یوازینۍ راډیو نه ده چې اقتصادي ستونزې یې د بندېدو لامل شوي دي. د "پېغلې پیغام" راډیو هم له همدې برخلیک سره مخامخ شوې ده. دې راډیو هم له میدان وردګو ولایت څخه خپرونې کولې او په وردګو او لوګر ولایتونو کې اورېدل کېده.

ددې راډیو مسوول محمد علمي وايي ددې توان یې نه درلود چې د دفتر کرایه او د کارمندانو معاشونه او حکومت ته مالیه ورکړي. نو مجور شو چې خپل نشرات د موقت وخت لپاره دروي.

د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون د سویلي آسیا همغږی کوونکی اومېش پوکاریل د معلوماتو له مخې، له طالبانو وړاندې په تېره دوره کې، په افغانستان کې ۲۹۳ راډیوګانې موجودې وې، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یوازې ۱۶۱ فعالې پاتې دي.

د بهرنیو ملاتړو ادارو مالي مرستو د افغانستان د خصوصي رسنیو د لګښتونو لویه برخه جوړوله. د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې (سیګار) د راپور پر بنسټ، د امریکا د متحده ایالتونو پرمختیايي ادارې (USAID) یوازې په ۲۰۲۱ کال، د افغانستان د رسنیو او مدني فعالیتونو په ملاتړ ۲۲۰ میلیونه ډالر لګولي وو.

د نورو هیوادونو او بهرنیو بنسټونو د مالي ملاتړ ترڅنګ، د سوداګریزو خبرتیاوو له لارې ترلاسه کېدونکې پانګه د خصوصي راډیوګانو د لګښت سرچینه بلل کېده.

له تېر یو کال راپه دې خوا د دغو سرچینو دوامداره وچېدو د افغانستان یو زیات شمېر رسنیو کار په ټپه درولی دی.

د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون د سویلي آسیا همغږی کوونکی خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې رسنیز مرکزونه مخ په ځوړ دي. هغه وايي: "د رسنیو پرخپلو پښو درېدل یوه لویه ننګونه ده. موږ اړ یو چې دې موضوع ته پام وکړو".

ښاغلی پوکاریل وايي، د خبریالانو شمېر هم مخ پر کمېدو دی، چې د هغه په خبره، دا کار به د افغانستان په رسنېو کې "یوه بربادي رامنځ ته کړي".

باور دا دی چې د طالبانو لخوا پر رسنیو محدودیتونو، د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پرېکون او د بهرنیو مرستو کمښت، د هیواد د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد ټکنی وضعیت، او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو په وړاندې خنډونو، په افغانستان کې د راډیوګانو پر فعالیت منفي اغېزه کړې ده. خو د رسنیو د پایښت لپاره د مالي ملاتړ کمښت، په افغانستان کې د راډیوګانو د فعالیت لپاره تر ټولو ستره ستونزه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG