د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې افغان کډوال وايي، حکومت یې کورونه ورنړولي دي


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د ای-۲ په نوم د افغان کډوالو کمپ
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د ای-۲ په نوم د افغان کډوالو کمپ

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د افغان کډوالو د یو کمپ اوسېدونکي وايي چې ځايي مقاماتو یې په سلګونو کورونه ورنړولي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د روانې میاشتې تر پایه له دغه ځای څخه ووځي.

د "ای-۱۲" په نوم کمپ اوسېدونکي وايي، مقاماتو ورته ویلي چې د ښار د پراختیا د نقشې له مخې یې د کډوالو دا کمپ خالي کړی او پر ځای یې د نوي ښارګوټي ودانۍ جوړیږي.

د ای-۱۲ کمپ اوسېدونکی شېر خان یوسفزی وايي، دوی ته یې ویلي چې کورونه خالي کړي، خو وايي: "بیا هم موږ سپين ږیري وځغلول، ادارو ته ولاړو او کوښښونه یې وکړل،‌ موږ ویل پرې به مو ږدي،‌ خو اوس وايي نه بارېږئ به. مخکې هم کیسې خرابې دي،‌ ځکه د افغان کډوالو د ایستلو کیسه هم ده او څوک ځای په کرایه نه ورکوي."

د پاکستان حکومت ټولو هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی چې له پاکستان څخه ووځي.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي، دوی په داسې وخت کې له خپلو کورونو شړل کېږي، چې څوک ورته په کرایه هم کورونه نه ورکوي.

پاکستان څخه د افغان کډوالو ستنيدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00

د ای-۱۲ کمپ اوسېدونکی اسدالله عمرزی وايي: "که موږ ته د کرایې ځای ملاوېدلای، نو موږ به له دې ځایه هلته تللي وای. موږ دا منو چې دا کمپ نه دی خو بدبختانه دا داسې یو وخت راغی چې هلته څوک ځای په کرایه نه راکوي.‌"

یو بل افغان کډوال صالح محمد اسحاقزی چې په دغه کمپ کې اوسېږي وايي: "دا ډېر سخت حالت دی، چې یوې خواته باران ورېږي او بلې خوا ته ژمی دی. دا خلک به پر کومه لاړ شي. تاسو ته مالومه ده چې نیم کلی یې وران کړی دی. دغه علاقه پاته ده وايي، پر دې هم سبا عملیات پېلوي، دا هم ورانوي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG