د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: څه باندې ۵۲ زره افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي


پاکستاني چارواکو ویلي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۳ زره افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شول.
پاکستاني چارواکو ویلي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۳ زره افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شول.

په پاکستان کې چارواکي وایي وروسته تر هغه چې پدې هیواد کې میشتو افغان او نورو کډوړالو ته چې د اوسیدو لپاره یې قانوني اسناد نه درلودل پخپله خوښه د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو، زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شویدي.

اسلام آباد د روانې اکټوبر میاشتې په لومړیو شپو کې ټولو غیر قانوني کډوالو ته د را روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې د وتلو لپاره مهلت ورکړی و او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی و چې که څوک پخپله خوښه ونه ووځي، چارواکي به یې ونیسي او وبه یې شړي.

چاروکي وایي چې تر جمعې اکټوبر ۲۰ (تلې۲۸) تقریبا ۵۲ زره افغان سړي، میرمنې او ماشومان افغانستان ته ستانه شوي او ګڼ شمیر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړي او د سرحد په لور روان دي.

د پاکستان دولتي تلویزیون په یو راپور کې ویلي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ څه باندې ۳ زره افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول خو دا یې ندي ویلي چې دا افغانان څه وخت پاکستان ته کډه شوي و.

په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمیر بهرنیو هیوادونو له پاکستان څخه غوښتي و چې دا افغان کډوال دې نه باسي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې ښایي دا کسان افغانستان ته تر ستنیدو وروسته د طالبانو د ځورونې او ځپل کیدو سره مخ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه وغوښتل چې هغو افغانانو ته په خپلې خاورې کې د داخلېدو اجازه ورکړي چې د خوندیتوب په لټه دي.

د وزارت ویاند متیو میلر په یو خبري کنفرانس کې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له دغو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان جدي هڅوو چې هغوو افغانانو ته، چې د نړیوال خوندیتوب په لټه دي د داخلېدو اجازه ورکړي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او کډوالو د نړیوال سازمان په څېر د نړیوالو بشري سازمانو سره په هغږۍ هغوی ته بشري مرسته برابره کړي".

سره لدې چې په افغانستان کې طالب چارواکو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل وځنډوي او دا کار یې نه منل کیدونکی بللی خو په عین وخت کې هغوي دې کډوالو ته په سرحدي سیمو کې سرپناوې جوړې کړي او د بیرته ستنو شویو کډوالو سره د روغتیا، خوراکي موادو تر څنګ مالي مرستې هم کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۰۰زره افغانان د انتقال په پروسې کې واېستل شول او زرګونه نور پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځای څخه امریکا او یا کوم بل هېواد ته انتقال کړل شي. په دې کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران او د افغان حکومت پوځي او ملکي غړي شامل دي، چې وايي د طالبانو په حکومت کې یې ژوند په خطر کې دی.

پاکستاني چارواکي په پرله پسې توګه دا خبر کوي چې د کډوالو ایستلو پدې پروسې کې هغه ۱.۴ ملیونه افغان کډوال ندي شامل چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد لري او نه هم هغه نږدې ۹ سوه زره افغانان شړي چې د افغان سټیزن په نامه د اوسیدو قانوني اسناد لري.

پاکستان له امنیتي چارواکو دا هم غوښتي چې دا ډول افغانان دې نه ځوروي خو طالبانو او په پاکستان کې په قانوني توګه میشتو کډوالو شکایت کړی چې پولیسو ځورولي، په زور یې پیسې ترې اخیستې او ناوړه چلند یې ورسره کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG