د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې افغان کډوال: پولیس مو نیسي او په زندانونو کې راسره ناوړه چلند کیږي


د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې افغان کډوال شکایت کوي چې ځايي پولیس یې په بېلابېلو پلمو نیسي، پيسې ترې اخلي او په زندانونو کې ورسره ناوړه او توپیري چلند کيږي.

د خیبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په بورډ بازار کې د افغان سوداګرو مشر نقيب باچا وايي، په دغه ښار کې هره ورځ لږ تر لږه درې یا څلور افغانان زندانونو ته اچول کیږي. وايي، خلک په وېره کې دي او د خپلو ستونزو په اړه غږ نه شي پورته کولاى.

هغه وویل: "خلک ډاریږي، څوک چې د استوګنې کارت لري، هغه هم د خپل د حق پوښتنه نشي کولای، نو دا نوي راغلي افغانان به څنګه شکایت وکړي؟"

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، په پاکستان کې دا وخت نږدې ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. اسلام آباد وايي، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي او اکثره یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر کاشف افتاب عباسي وايي، هر هغه افغان چې دغه ستونزې لري کولای شي د مرستې شمېرې له لارې له دوی سره اړيکه ونيسي.

هغه وویل: "که څوک کومه ستونزه لري یا ورسره بد چلند کیږي ، دوی دې له ما سره اړیکه ونیسي. یا زموږ د کنټرول خونې شمیرې (۹۲۱۲۲۲۲) ته زنګ ووهي او خپل نوم او ستونزه دې ووایي نو موږ به ورسره اړیکه ونیسو او ستونزه به حل کړو."

د ننګرهار ولايت سيد امير چې په پېښور کې اوسیږي، وايي څو ځله د پوليسو له خوا نيول شوی او هغه ادعا کوي چې د پاکستان په زندانونو کې افغان بندیان ځورول کیږي.

سيد امير وویل: "ما د استوګنې د کارت یوه کاپي درلوده. بیا ما اصلي [پولیس] ته راوړه خو هغه ونه منله او زه يې بندي کړم. په لسو تنو يې ووهلم. د پولیسو مشران ښه خلک دي خو دا ټیټه طبقه ډیره ظالمه ده."

خو د خيبر پښتونخوا د زندانونو مشر شفيع الله په زندانونو کې له افغانانو سره د ناوړه چلند تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې افغانان د دوی مېلمانه دي او توپيري چلند ورسره نه کيږي.

هغه وویل: "دا ممکنه نه ده، ځکه چې د افغانانو او پاکستانیانو لپاره جلا ځای نشته، دوی ټول یو ځای ژوند کوي. افغانان زموږ مېلمانه، زموږ وروڼه دي، داسې چلند ورسره نه کېږي."

د خیبر پښتونخوا د زندانونو د مشر د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې ٣٠٤ افغان بنديان بېرته افغانستان ته لېږل شوي، ٣٤ نور یې افغانستان ته د لېږلو دپاره چمتو دي او ۳۰ بندیانو پر قضیو لا تراوسه غور روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان د اسنادو د نه درلودلو په تور له تیرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې زنداني شوي دي. ددغو زنداني مېرمنو او ماشومانو تصویرونو په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت د یوې اعلامیې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له وروستۍ نیتې وروسته به په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته اوسېدونکي کسان په درې کاله بند محکوم کړي.

XS
SM
MD
LG