د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې د افغان کډوالو د کمپ اوسېدونکي: نور وطن ته درومو


په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کمپ یو شمیر اوسیدونکي په پاکستان کې د اوسیدنې اسناد ښکاره کوي
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کمپ یو شمیر اوسیدونکي په پاکستان کې د اوسیدنې اسناد ښکاره کوي

د پاکستان د سیند ایالت په مرکز کراچۍ کې د افغان کډوالو د یو پنډغالي مشر وايي، که څه هم له تېرو څو شپو راهیسې یې اوس پولیس د تېر په څېر نه تنګوي، خو دوی نن غونډه رابللې چې خپل هېواد ته د تلو تیاری ونیسي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د کراچۍ د افغان کډوالو د کمپ مشر ګلودین بیګ وویل، پاکستاني مقاماتو ورته ویلي چې د سږني کال د ډسمبر د ۳۱ نېټې وروسته نور په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اجازه نلري. هغه وویل: «نن مو غونډه رابللې ده، موږ اکثریت وطندارانو پرېکړه کړې چې نور په پاکستان کې نه پاتې کېږي.»

د کراچۍ د مهاجرو په کمپ کې اکثریت د افغانستان د بغلان، میمنې، کندز، مزارشریف او تخار ولایتونو کډوال میشت دي.

ګلودین بیګ وايي، د دوی د کمپ نږدې ۳۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي او ۳۷۰۰ کورنۍ لاهم پاتې دي چې اوس یې اکثریت د تلو تکل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې له تېرو ورځو راهیسې د کمپ اوسېدونکي د خپلو کورونو څیزونه په نیمه بیه پلوري: «له تېرو څو ورځو راهیسې د کمپ اوسېدونکي د خپلو کورونو هغه څیزونه پلوري چې افغانستان ته یې نشي وړای...ما خپله یو ګاډی چې قیمت یې څلور لکه کلدارې وو، په دوه لکه شپاړلس زره وپلوره او اخته یم چې نور پاتې څیزونه هم وپلورم.»

د دغه کمپ کډوال سرکاري روغتونو ته لاسرسی لري، خو ماشومان یې دولتي ښوونځي نه لري. ښاغلی بیګ وايي چې کوچنیان یې ټول شخصي مکتبونو ته ځي. دی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره هم ځینې بشري او د پولیس او محکمې په قضیو کې قانوني مرستې ورسره کوي.

د کراچۍ د مهاجرو کمپ اوسېدونکي په کراچۍ کې رسټورانونه، ګودامونه او د ګاډو تجارتي کاروبارونه لري.

ګلودین بیک وویل، که څه هم پولیس یې اوس د پخوا په شان نه تنګوي خو د افغان کډوالو اکثریت کاروبارونه بند دي. دی زیاتوي چې افغان کډوال دا مهال تر سختو اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.

هغه وویل: «کله چې پولیسو افغان کډوال تنګول، کارډونه یې ترې اخیستل او شلول، پیسې ترې اخیستې نو موږ د دې خلاف عریضه وکړه، د کراچۍ پولیسو مشر راسره ولیدل. هغه ته مو د یوې تاڼې د پولیس خلاف شکایت وکړ. هغه درې واړه پولیس والا کرفتار کړل، یو پولیس وتښتېدلو. هغه ډاډ راکړ چې نور به مو څوک نه ځوروي.»

له دې سره سره د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې کډوال له یوې بلې ستونزې سره هم مخامخ دي‌ او هغه دا چې په دغه ملک کې یې پر ځايي خلکو پورونه باندې دي خو اوس یې هغوی پور نه ورکوي.

د کراچۍ په مهاجر کمپ کې د افغانستان د میمنې اوسیدونکی بشر خان نورزي له امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ده په ګډون پر پاکستانیانو باندې د افغانانو پورونه باندې دي: «دلته مو پر خلکو په سلګونه زره کلدارې پور لرو. یو یې هم نه راکوي. یوازې پر یوه کس چې ظفر نومېږي، د افغانانو ۱۲ کروړه روپۍ پوروړی دی. دا پیسې مو نه عدالت راخیستلای شي او نه پولیس.»

بشر خان نورزی وایي، دلته د کراچۍ مهاجر کمپ خلک د ګاډو د راکړې ورکړې کاروبار کوي او ډېرو یې پاکستانیانو ته خپل ګاډي په پور ورکړي دي.

د کراچۍ مهاجر کمپ یو بل اوسېدونکي عالم ګل هم له امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پر ځینو پاکستانیانو یې پورونه باندې دي خو اوس یې نه ورکوي.

د بلوچستان په کوټه کې وکیل منیر کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه ټولو افغان کډالو ته چې په پاکستان کې یې خلک پوروړي دي، مشوره ورکوي، چې دوی باید خپلې قضیې محکمو ته هرمرو یوسي، ځکه که وطن ته دوی ولاړ هم شي نو قضیه به یې په عدالت کې راجسټر وي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر پر درېمه نېټه په دغه هېواد کې د اوسیدنې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو ته چې اکثریت یې د افغانستان وګړي دي، امر کړی وو چې د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواد ووزي، ګنې وروسته به یې نیسي او په زوره به یې ستنوي.

د وروستیو رسمي شمېرو له مخې تر دا مهاله له پاکستان څخه درې سوه څلوېښت زره ناقانونه کډوال افغانستان ته اړول شوي یا په خپله خوښه ستانه شوي دي. اسناد لرونکو افغان کډوالو ته هم د پاکستان اوسني حکومت د دسمبر تر ۳۱مې نېټې د اوسېدو مهلت ورکړی دی او له هغه پس به یې خپل هېواد ته ستنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG