د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه پاکستان ته: په ژمي کې د افغانانو شړل بند کړئ


پاکستاني پولیس په افغان کډوالو پسې کور په کور ګرځي
پاکستاني پولیس په افغان کډوالو پسې کور په کور ګرځي

په داسې حال کې چې د پاکستان پولیس د افغان کډوالو پسې کور په کور ګرځي او له دغه هېواد څخه یې شړي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې په ژمي کې د افغانانو شړل بند کړي.

اسلام اباد تېره میاشت وویل، چې څه باندې یو میلیون افغانان چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري،‌ شړي. د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه راهېسې څه باندې ۳۷۰زره افغانان له پاکستان څخه شړل شوي او یا خپله وتلي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سیمه ایز ویاند بابر بلوچ د رویټرز خبري اژانس تلویزون ته وویل چې د دوی اداره «د پاکستان په حکومت باندې غږ کوي چې د ژمي په دغه سخت موسم کې دا لوی شمېر ستنول بند کړي، ځکه چې په افغانستان کې یخ موسم وژونکی دی او انسانان وژني».

نوموړي زیاته کړه: «موږ د هغوو ناهیلو ښځو، ماشومانو او نارینه وو په اړه غږېږو چې ډله ډله له پاکستان څخه روان او په وتو دي.» دغه اداره وايي چې تلل باید په خپله رضا وي او پاکستان باید هغه افراد وپېژني چې په نړیواله کچه مصونیت ته ضرورت لري.

د پاکستاني چارواکو په وینا شاوخوا څلور میلیون افغان کډوال په دغه هېواد کې اوسېږي. په دوی کې د پاکستاني چارواکو په خبره ۱.۷ میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، اکثریت دا افغانان د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. دوی وايي د طالبانو په حکومت کې یې ژوند په خطر کې دی،‌ سره له دې چې طالبانو «عمومي بخښنه» اعلان کړې ده.

پاکستاني پولیس د هغو خلکو پسې کور په کور ګرځي چې د اوسېدو اسناد نلري او له نیول کېدو څخه یې سمدستې وروسته شړي. د بشري‌حقونو او کډوالو یو شمېر ادارو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانانو شړل دې بند کړي، خو اسلام اباد دغې غوښتنې ته لا پام نه دی کړی.

په همدې حال کې یو د بشري حقونو یو شمېر ادارو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده چې د افغان کډوالو شړل دې بند شي، خو دغې محکمې لا د قضیې د اورېدو نېټه اعلان کړې نه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG