د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی ښایي افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو کچه لوړه کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی او په سیمه کې د خوندیتوب خرابېدوونکی وضعیت ښايي له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغانانو د ستنېدو کچه لا لوړه کړي.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر د نننۍ خبري ناستې پر مهال د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (یو ان اچ سي آر) استازي، عرفات جمال، وویل چې یوازې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا، له هغه وخته راهیسې چې په منځني ختیځ کې جګړې پیل شوې، هره ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغانان له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستنېږي.

هغه زیاته کړه چې د سیمې وروستي بدلونونه ښايي په راتلونکو اونیو کې د افغانانو د ستنېدو شمېر نور هم لوړ کړي.

عرفات جمال وویل چې په تېرو دوو کلونو کې له پنځو میلیون څخه زیات افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې یو اعشاریه نهه میلیون کسان له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته کډه شوي دي.

د هغه په وینا، د هرات د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې اوسنی وضعیت ظاهراً ارام ښکاري، خو د ستنېدونکو خلکو ترمنځ اندېښنه او فشار محسوس کیږي. ځینو هغو کسانو چې نوموړي ورسره خبرې کړي، ویلي چې د بمباريو له امله مستقیم اغېزمن شوي او نور ځان خوندي نه احساسوي. نور بیا وایي چې د بیو لوړوالی او اقتصادي ستونزې د دې کډوالو ژوند ډېر سخت کړی دی.

عرفات جمال وویل چې ډېرۍ افغانې کورنۍ څو ځله بې‌ځایه شوې دي. هغوی لومړی له افغانستانه وتلو ته اړ شوي، وروسته د جګړو له امله په ایران کې بیا بې‌ځایه شوي او اوس یو ځل بیا افغانستان ته ستنېږي. د هغه په وینا، دا کورنۍ افغانستان ته په ستنېدو سره د ناڅرګند راتلونکي او سختو اقتصادي شرایطو سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره د خپلو ملاتړو بنسټونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره یو ځای د سرحدونو په اوږدو او د افغانستان دننه د مرستو د پراخولو لپاره چمتووالی نیولی دی، څو که د راتلونکو کسانو شمېر زیات شي، سمدستي مرستې ورته برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، تېر کال ( یو ان اچ سي آر) له خپلو همکارانو سره په ګډه له دوو میلیون څخه زیاتو اړمنو افغانانو سره مرسته کړې، چې پکې د خوندیتوب خدمتونه، نغدي مرستې او په سرحدي سیمو کې د خلکو سره مرستې او ملاتړ هم شامل و. خو هغه ټینګار وکړ چې که د راستنېدونکو شمېر یو ځل بیا په همدې کچه لوړ شي، تر ټولو ستره تشه به د دوامدارو مالي مرستو نشتوالی وي.

عرفات جمال وویل چې که څه هم اوس ډېر تمرکز د ایران پر سرحد دی، خو د پاکستان پر پوله وضعیت لا هم حساس دی. د هغه په وینا، سږ کال تر دې دمه له پاکستان څخه هم له ۱۶۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د تورخم پر پولې لاره د تاوتریخوالي له امله تړلې ده او که دا لاره بېرته پرانیستل شي، د خلکو تګ راتګ ښايي په چټکۍ سره زیات شي.

د عرفات جمال په وینا، هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي، باعزته او دوامدار ډول ترسره شي، او هېڅ داسې څوک باید په زور هغه ځای ته و نه لېږل شي چېرته چې د هغوی حقونه او ازادۍ له خطر سره مخ وي.

هغه زیاته کړه چې د راستنېدونکو د زیات شمېر او د بشري مرستو د بودجې د محدودیتونو له امله، که د خلکو راتګ زیات شي نو لا زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG