د لاس رسي وړ اتصالات

ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو دوام؛ روانه اونۍ څه باندې ۱۱زره کډوال هیواد ته ستانه شوي


له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت روانه اونۍ له غه هیواد څخه د ۱۱زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد ۱۱۵۵۰ افغان کډوال د روانې لېندۍ میاشتې پر شپږمه، اوومه، اتمه او نهمه نېټه له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغو کډوالو کې چې ویل کیږي زیاته برخه یې په زوره له ایران څخه ایستل شوي دي، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه افغان کډوالو څخه ۳۱۹۱ یې د لېندۍ په شپږمه،۲۳۵۸ د لېندۍ په اوومه او ۶۰۰۱ تنه نور کډوال د روانې لېندۍ میاشتې پر اتمه او نهمه نېټه هیواد ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، یاد افغان کډوال په هرات کې د اسلام قلعه او نیمروز کې د پل ابریشم بندرونو له لارې افغانستان ته اوښتي دي چې په وینا يې، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) لخوا ورسره مرستې هم شوي دي.

ویل کیږي چې له یادو افغان کډوالو څخه زیات شمېر په غیر قانوني او قاچاقي لارو دغه هیواد ته تللي و چې د روانې اونۍ په جریان کې د ایراني پولیسو له خوا بیرته افغانستان ته شړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت تیره اونۍ هم له ایران څخه ۸۵۰۰ افغان کډوالو د ایستل کېدو خبر ورکړی و.

د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کاوه چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

تر دې مخکې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته، څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا په اروپایي هیوادونو کې د پناه اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

XS
SM
MD
LG