د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان افغان کډوالو ته: د ایران او پاکستان مظاهرو کې ګډون مکوئ


د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په ایران او پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې د هغه هیواد په لاریونونو کې ګډون ونکړي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لېندۍ دوهمه) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په ایران او پاکستان کې اعتراضونه د یادو هیوادونو داخلي موضوعات دي او افغان کډوال باید ورسره همکاري ونکړي.

ښاغلي راشد په دغه هیوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې خپل ژوند دي نه خرابوي.

نوموړي ویلي: "کوم لاریونونه چې په کوربه هیوادونو کې تر سره کیږي باید هغوی پکې ګډون ونکړي. د هجرت په حالت کې باید په ښه ډول ژوند وکړي. دا د هغوی داخلي موضوعات دي، ملت یې اعتراض کوي، د هغوی سره باید همکاري ونکړي او خپل مناسبت او ژوند خراب نکړي."

طالب چارواکي پر داسې مهال په ایران او پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو څخه په مظاهرو کې د ګډون نه کولو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو دغه دواړه هیوادونه د پراخو لاریونونو شاهد و.

په ایران کې د جون د میاشتې راپدېخوا، د ایران په حکومتي زندان کې د ۲۲ کلنې مبارزې، مهسا امیني د وژل کېدو له امله په ټول ایران کې مظاهرې رواني دي.

د ایران حکومت دغه مظاهرې ځپلي او تر اوسه یې ۴۱۹ مظاهره چیان وژلي او په زرګونو نور یې بندیان کړي دي.

بلخوا په دې وروستیو کې پاکستان کې هم د دغه هیواد د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د پراخو لاریونونو شاهد و چې زیات وخت د تاوتریخوالي راپورونه ورڅخه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانان اوسیږي چې نژدې یو میلیون یې د اوسيدني قانونِ اسناد لري، ۴۰۰ سوه زره یې د افغانستان په پاسپورټ ژوند کوي او له یو میلیون زیات یي قانوني اسناد نلري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په پاکستان کې هم شاوخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG