د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د موټر سایلکونو پر ګرځېدو بندیز ولګېد


موټرسايکل د ترانسپورتي وسايطو له ډلې څخه نسبتاً ارزانه او هدف ته د ژر رسېدو ښه واسطه بلل کېږي، خو د خوست حکومتي چارواکي وايي، چې د همدې واسطې پرمټ په ځينو سيمو کې تروريستي پېښې زياتې شوې او د مخنيوي لپاره يې پرې د ګرځېدو بنديز لګولی دی.

تريزايي او عليشېر، صبري او باک د خوست هغه درې ولسوالۍ دي، چې په کې په موټرسايکلونو د ګرځېدو بنديز ولګول شو. چارواکي وايي ترهګر د موټر سایلکونو په واسطې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او په اسانۍ سره له یوې بلې سیمې ته تګ راتګ کوي.

خو د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دغه کار د دې لامل شوی، چې حکومتي مامورين، روغتيايي کارکوونکي، د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي، دوکانداران او ځينې نور خلک يې په خپل وخت هدف ته د نه رسېدو له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.

ميرويس وایی د تريزيو او عليشېرو د لېسې يو ښوونکی دی، دی وايی "زموږ اکثره ښوونکي له څلور يا پنځه کيلومتره لېرې سيمو څخه راځو، خو د موټرسايکل پر ګرځېدو د بنديز له امله په وخت رسيدګي نشي کولی. ښوونځی مو په اته بجو پيلېږي، ښوونکي نهو بجو ته ايله راورسېږي. ښوونکي په شپږ زره افغانۍ معاش موټر نشي اخيستلای".

د صبريو د خولبېسات ښارګوټي يو دوکاندار محمد صابر وايي " له خپل دوکان څخه پنځه کيلومتره لېرې مې کور دی. حکومت موټر سايکلونه بند کړي دي، دا چې ولې يې بند کړي، موږ نه يو خبر، خو موټر سايکل ته ډېره اړتيا لرو".

نصراف الدين د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکی او د شيخ زايد پوهنتون محصل دی. هغه وايي، مخکې به پر موټرسايکل په خپل وخت پوهنتون ته رسېده، خو اوس، چې د سپرلۍ په موټر کې راځي، ټولو درسي ساعتونو ته نشي رسيدلی.

هغه له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دغې ستونزې د اساسي هواري لپاره يوه بله کوم لار ولټوي، ځکه هغه په دې نظر دی، چې يوازې د موټر سايکل د ګرځېدو پر بنديز امن نشي راتلای.

"موږ له حکومت څخه غواړو، چې موټرسايکلونو ته اجازه ورکړي، کنه له موږ څخه زده کړې پاتې دي. زه د ورځې په يوه بجه له باک ولسوالۍ څخه حرکت کوم او د شيخ زايد پوهنتون د شپې پوهنځی وايم. حکومت يوازې د موټر سايکل په وسيله امنيت نشي راوستلای".

په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، چې دغه بنديز د لنډ مهال لپاره د يادو شوو سيمو د مشرانو په مشوره لګول شوی.

هغه زياتوي چې د امنيتي وضعيت تر ښه کېدو او د موټرسايکلونو په وسيله د تروريستي پېښو د مخنيوي په صورت کې په ياده برخه کې لګيدلی بنديز به ډېر ژر لرې شي.

"دا د امنيتي او کشفي ارګانونو او د هغو سيمو د مشرانو ترمنځ يو ګډ تفاهم دی، چې د لنډ وخت لپاره دی. خو هر کله چې وضعيت نورمال شي، بيا هرڅوک له موټرسايکل څخه ګټه اخيستلای شي".

همدارنګه د يادو سيمو خلک غوښتنه کوي، تر هغې، چې دغه بنديز ماتېږي، حکومتي مامورينو، روغتيايي کارکوونکو، محصلينو، ښوونکو او زده کوونکو ته دې پر موټرسايکلو د ګرځېدو د اجازې کارتونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG