د لاس رسي وړ اتصالات

ځوان سندرغاړی میرخان د موسیقۍ په نوي سبک کار کوي


Afghan singer Mir khan
Afghan singer Mir khan

ځوان سندرغاړی میرخان ۱۴ کاله کیږي چې موسیقي یې زده کړې او ۴ کلنو کې یې درې سندرې ویلي دي.

میرخان په دې باور دی چې مختصر او ښه کار کولای شي موسیقۍ ته وده ورکړي.

میرخان د فولکلور موسیقۍ د پخواني سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی، خو وايي چې د پلار په شان نوم ګټل ورته ډیر سخت کار دی، نو له همدې کبله یې موسیقي په عصري ډول پیل کړې ده.

میرخان وايي زه په دې یقین یم، هنر زما په وجود کې دی، په کومه ورځ چې زه دې نړۍ ته راغلم، زه یې فقط پالم او خپله مینه ورته ښایم. کوشش مې همدا وو چې یو تغیر راولم. زه په دې باور هر سندرغاړی چې غواړي خپل کار مینه والو ته وړانړې کړي، هغه دې په یو تغیر وړاندې کړي.

میر خان وايي چې د شعر ټاکل او ویلو باندې دقت کوي.

د میرخان په هکله نور معلومات د اشنا ټلویزیون په رپوټ کې وګورئ.

د ځوان سندرغاړي میرخان هنري فعالیتونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

XS
SM
MD
LG