د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د راغلیو افغانانو د مهاجرت متفاوت وضعیت


ډیری راغلی کډوال په نظامي کمپونو کې په موقتي توګه ژوند کوي.

د متحده ایالاتو د حکومت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان ایستل شوي او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي.

دوي ښایي پدې کمپونو کې څو میاشتې او یا هم یو کال تیر کړي چې اسناد یې طی مراحل شي.

د ۱۲۰ زره ایستل شویو افغانانو نه ۶۴ زره یې متحده ایالاتو ته رسیدلي او په نظامي کمپونو کې اچول شوي. په کمپونو کې د هغوي د اسنادو د طی مراحلو تر څنګ طبي معاینات کیږي او واکسین ورکول کیږي.

متحده ایالاتو ته د راغلیو افغانانو د کډوالۍ بهیر پدې پورې اړه لري چې په افغانستان کې یې څه ډول دنده درلوده، د طالبانو تر راتګ وروسته یې ژوند څنګه په خطر کې و او دا چې د متحده ایالاتو په کوم ایالت کې میشت کیږي ځکه هر ایالات د مهاجرینو لپاره بیل بیل قوانین لري.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پنجشنبې سپټمبر ۳۰ د فدرالي حکومت د لګښتونو په لایحې کې د شاوخوا ۹۵ زرو افغانانو د ایستلو او په متحده ایالاتو کې د میشت کولو لپاره ۶.۳ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کړله.

سره لدې چې لس ګونه زره افغانان رایستل شوي او د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې په موقتي کمپونو کې اچول شوي خو ویل کیږي چې لا هم نامعلوم شمیر افغانان په افغانستان کې پاتې او د وتلو لپاره یې په اسنادو کار روان دی.

د امریکا په کانګریس کې په لسګونه دیموکرات سناتوران د هغو افغانانو او نورو کسانو د ایستلو په هدف پر جمهور رئیس جوبایډن فشار اچوي چې د اګست په ۳۱ د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هلته پاتې دي.

یو شمیر سناتورانو په همدې منظور یو لیک لاسلیک کړی او په دې لیک کې یې له ښاغلي بایډن څخه غوښتې دي چې په سپینه ماڼۍ او د بهرنیو چارو په وزارت کې دوه لوړ پستونه جوړ کړي.

کوم افغانان راایستل شوي؟

په څه باندې ۱۲۰ زره افغانانو کې چې د متحده ایالاتو عسکرو د تخلیې په بهیر کې راایستلي، هغوي دي چې د امریکایي ځواکونو سره یې د ژباړونکي یا نورو دندو کې کار کړی او د مهاجرت ځانګړې ویزې ورته ورکړل شوي. دويته امریکا ته تر راتګ وړاندې ځیني اسناد ورکول کیږي او تر راتګ وروسته یې د قانوني دایمې اوسیدنې (ګرین کارت) سند هماغه آدرس ته استول کیږي چې په غوښتنلیک کې ثبت شوی وي.

دویمه کټګوري هغه افغانان دي چې د ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي خو لا ورته ویزې ندي ورکړل شوي. دوي متحده ایالاتو ته د (humanitarian parole) د لارې راوړل کیږي او د ځانګړو ویزو په اسنادو یې کار کیږي. د پیرول تر منل کیدو وروسته هغوي کولی شي چې د امریکا د تابعیت او کډوالو د خدماتو د ادارې سره د مهاجرت بیلا بیلو پروګرامونو ته غوښتنلیکونه وسپاري.

یو شمیر د خطر سره مخامخ افغانان چې د تخلیې پر وخت د ځانګړو ویزو متقاضیان نه وو، د کډوالۍ د ملي قانون له مخې متحده ایالاتو د (humanitarian parole) د لارې راوړل شوي. دا کسان امریکا کې د ویزې پرته په موقتي توګه ژوند کولی شي خو د دایمې اوسیدنې سند نه ورکول کیږي خو کولی شي چې د پنا اخیستو لپاره خپل اسناد د امریکا د مهاجرت ادارې ته وسپاري. دوي کولی شي سمدستي او یا تر یو کاله پورې د پنا غوښتنه وکړي.

په درېیم هیواد کې میشت کړل شوي افغانان

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اګست د میاشتې په لومړنیو ورځو کې د افغانانو لپاره د مستقیم لاسرسي پروګرام یا (P-2) اعلان کړ. دا د هغو افغانانو لپاره و چې د امریکا د حکومت، هغو غیرې دولتي مؤسسو چې مرکز یې په امریکا کې وي او یا هم د امریکایي مطبوعاتي ادارو سره یې کار کړی وي.

دا افغانان باید پخپل لګښت دریم هیواد ته ولاړ شي او بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سره اړیکه ونیسي او په امریکا کې د میشت کیدو بهیر پیل کړي.

XS
SM
MD
LG