د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي چې په بلخ کې یې د داعش شپږ غړي وژلي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو یو ویاند د سه شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) ادعا وکړه چې د هغوی ځواکونو په بلخ ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې شپږ غړي وژلي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد آصف وزیري ویلي دي چې دا عملیات په سیمه ایز وخت د دوشنبې په ورځ ناوخته ترسره شول. د وزیري په وینا، د هغوی ځواکونو د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش د خراسان څانګې پر یو پټنځای برید وکړ چې له امله یې شپږ داعشیان ووژل شول.

له دې مخکې د داعش خراسان څانګې ادعا کړې وه، چې د مارچ په نهمه نیټه د بلخ ولایت د ودانۍ په منځ کې برید دوی کړی دی. په دغه برید کې د بلخ لپاره د طالبانو د والي داوود مزمل په ګډون درې کسان وژل شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي چې اکثریت دغه بریدونه پر ملکي کسانو، د شیعه اقلیتونو پر عبادت ځایونو، ښوونځیو، سفارتونو او نورو عامه ځایونو شوي دي.

طالبانو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان څانګه له منځه وړې ده او هغوی په افغانستان کې "فزیکي او علني" حضور نلري، خو دې ډلې په تیر یو نیم کال کې په افغانستان کې یو لړ خونړي بریدونه کړي دي.

افغانستان کې د داعش په فعالیت د امریکا اندیښنه

د امریکا جګپوړو نظامي او استخباراتي چارواکو تیره میاشت د متحدو ایالتونو په کانګرس کې خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعالیت لري او په متحدو ایالتونو او متحدینو یې د برید هڅه کوي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا د مارچ میاشتې په لومړیو کې امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستان څخه بهر د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو او نورو لوېدیځو هیوادونو د برید توان پیدا کړي.

جنرال کوریلا زیاته کړې وه چې داعش ډله له افغانستان څخه د خپلو جنګیالیو ایستلو ته نژدې شوې ده چې په خبره یې په اروپا او اسیا کې به د امریکا او لوېدیځو هیوادونو ګټې هدف وګرځوي.

تر دې مخکې د امریکا د نظامي استخباراتو رئیس سکاټ بریر هم د فبروري میاشتې په وروستیو کې د داعش د خراسان څانګې د توانایۍ په اړه د کانګرس غړو ته ویلي وو چې یاده ډله پر غرب د برید لپاره وخت ته منظره ده.

په همدې حال کې د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت تړون سازمان هم په افغانستان کې د تندلارو د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د افغانستان له خاورې څخه یاد سازمان غړو هیوادونو ته د تندلارو د نفوذ خطر موجود دی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ اپریل دریمه وویل چې داعش په افغانستان کې یوه ځپل شوې ډله ده او د دغې ډلې بریدونه په یاد هیواد کې یو نیم سلنه امنیتي ستونزې دي.

هغه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون سره مرکه کې ټینګار کړی چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نلري او نسبت تیرو کلونو ته چې داعش ډله په څو ولایتونو کې فعاله وه، اوس مهال "د سیمې هیڅ یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې نلري".

XS
SM
MD
LG