د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان امریکايي چارواکو ته: افغانستان کې د داعش ډله ستره مه ښیئ


د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې غړو د تعداد په اړه د یو شمېر امریکايي چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دغه ډله ستره ښودل کیږي او پدې اړه څرګندونې حقیقت نلري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ناوخته مارچ ۲۴ (وري څلورمه) په ټویټر کې لیکلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او شمېر یې د پخوا په پرتله په مراتبو کم شوی دی.

ذبیح الله مجاهد لیکلي، "د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي."

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوې اونۍ مخکې ویلي و چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستان څخه بهر د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو او نورو لوېدیځو هیوادونو د برید توان پیدا کړي.

جنرال کوریلا زیاته کړې وه چې داعش ډله د افغانستان له پلو څخه د خپلو جنګیالیو ایستلو ته نژدې شوې ده چې په خبره یې په اروپا او اسیا کې به د امریکا او لوېدیځو هیوادونو ګټې هدف وګرځوي.

تر دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) تړون هم ویلي و چې د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

د روسیې تاس خبري آژانس د دغه تړون د لوی درستیز ناتولي سدروف له قوله ویلي و چې د داعش ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د هغه په خبره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و چې داعش ډله په افغانستان کې نشته او په خبره یې د افغانستان پولې نسبت تېرو شلو کلونو ته کنټرول شوي دي.

ښاغلي متقي د مارچ پر ۱۸ (کب ۲۷) د افغانستان له ملي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش ډلې هېڅ غړی شتون نلري او په خبره یې دغه ډله د بهرنیو وسله والو په مرسته له بهر څخه په افغانستان کې بریدونه کوي، خو هغه د هیڅ هیواد نوم یې یاد نکړ.

پر همدې مهال د امنیتي او نظامي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په افغانستان کې د داعش ډلې وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي چې بهرني وسله وال په ټولو تروریستي ډلو کې حضور لري.

د دغه کارپوهانو له ډلې محمد یوسف امین ځاځی وایي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د مبارزې پر مهال د ګڼو هیوادونو څخه وسله وال افغانستان ته د جهاد په نوم داخل شوي دي.

دغه نظامي کارپوه په افغانستان کې د داعش ډلې په لیکو کې د داخلي او بهرنیو وسله والو فعالیت او وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د شتون، تجهیز او روزنې د مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې او سیمې هیوادونو سره ګډو هڅو او تفاهم ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست تازه ویلي چې د کابل ښار د دولسمي امنیتي حوزې اړوند «بتخاک» سیمه کې د داعش ډلې پر یو پټنځای عملیاتو کې د اسد لغماني «قیس» په نوم د دغه ډلې غړی چې په وینا یې د کورنیو چارو پء وزارت په چاودنه کې یې لاس لاره وژلی دی.

تیر کال د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په یو جومات کې د چاودنې پر مهال د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي و.

XS
SM
MD
LG