د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې میشتې تروریستي ډلې متحده ایالاتو ته محدود ګواښ دی - راپور


د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته پدې هیواد کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په اړه د وړاندوینو برعکس وروستۍ ارزونې ښيي چې د القاعده او اسلامي دولت په څېر سازمانونو تر اوسه له افغانستان څخه بهر د بریدونو توان نه دی موندلی.

د امریکايي مقاماتو تازه ارزونې ښيي چې دواړه ترهګرې ډلې لا هم پر امریکا او د هغه پر لوېدیځو متحدینو د بریدونو اراده لري، خو د دې کار توان یې نه دی ترلاسه کړی.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشرې کریسټین ابیزید د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۱۷مه (لړم ۲۶) د امریکا د کانګرس غړو ته وویل: "ترهګریز سازمانونه لکه داعش او القاعده لا هم په امریکا کې دننه بریدونو ته ژمن دي."

میرمن ابي زید زیاته کړه: «له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د ګواښلو لپاره د القاعدې توان کاملاً محدود دی.» هغې د ایمن الظواهري وژل یو له لاملونو څخه وبلل او دا یې هم وویل چې په افغانستان کې میشت د القاعدې عناصرو تمرکز په بهرنیو بریدونو ندی.

ابی زید د داعش د خراسان څانګې په اړه وویل چې په افغانستان کې د داعش پورې تړلې دغه ډله د اسلامی دولت یو له خورا اغیزمنو ډلو څخه ده، که څه هم تر اوسه یې له سیمې بهر د برید توان نه دی په ډاګه کړی.

هغه وویل، "د نن ورځې ګواښ د یوې شبکې له لورې د پلان شوې دسیسې په توګه نه بلکې په انفرادي بڼه دی چې ددې ډلو څخه الهام اخلي."

د میرمن ابیزید او نورو نتیجه اخیستنې د ځینو مهمو امریکايي چارواکو له خبرداري سره ډېر توپیر لري چې له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې څرګندې کړې وې.

دوی ویلي وو چې القاعده او د داعش خراسان څانګه دواړه کولی شي د افغانستان څخه بهر د برید کولو توان ولري او په یو کال کې دننه یا ډیر ژر به په لویدیځ برید وکړي.

خو نوې ارزونې او تازه استخباراتي موندنې ښيي چې نه القاعده او نه هم د داعش خراسان څانګې د امریکايي ځواکونو په نه شتون کې د ودې لپاره لاره موندلې ده.

د دفاع وزارت د عمومي مفتش له خوا د تازه خپاره شوي راپور له مخې، د دفاعي استخباراتو اداره اټکل کوي چې په افغانستان کې د القاعده شاوخوا ۱۲ اصلي مهم غړي او شاوخوا ۲۰۰ نور غړي شتون لري.

د امریکا دفاع وزارت او د امریکا نورې استخباراتي ادارې په دې باور دي، چې که څه هم طالبان به القاعدې ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي، خو واک اوس د القاعدې د اړوندو کسانو په لاس کې دی نه د القاعدې د اصلي مشرتابه په لاس کې، چې دا مهال له افغانستان څخه بهر دي.

ابیزید د پنجشنبې په ورځ د کانګرس غړو ته وویل: "موږ لاهم د دې نښو په لټه کې یو چې ایا القاعدې د الظواهري له وژل کیدو درې میاشتې وروسته یو ځای ناستی غوره کړی؟ موږ په ځانګړي ډول په هغه رول تمرکز کړی چې په ایران کې میشت د سیف العدیل په څیر میراثي مشران یې ښایي ددې سازمان په راتلونکي کې ولوبوي. "

څو لویدیځو استخباراتي ادارو له اوږدې مودې راهیسې العدیل د الظواهري احتمالي ځای ناستی ګڼلی، د امریکا د دفاع وزارت د عمومي مفتش د یو راپور له مخې، العدیل تر اوسه له ایران څخه د افغانستان په لور ندی خوځیدلی.

د دفاعي استخباراتو ادارې په راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګه په تېرو شپږو میاشتو کې لږه وده کړې او د دوه زره جنګیالیو ځواک یې ساتلی دی، خو په دې نه دي توانیدلي چې کومه سیمه ونیسي.

په هرصورت، د دفاع وزارت د عمومي پلټونکي راپور خبرداری ورکوي چې د داعش خراسان څانګه لا هم "په افغانستان کې یو مهم ترهګریز ګواښ" دی ځکه چې د هیواد د واکمنانو (طالبانو) په وړاندې ګړه کوي.

راپور وايي ددې ډلې "ځانمرګي بریدونه، کمین نیونې، او وژنې په منظم ډول د طالبانو چارواکي، مذهبي اقلیتونه او بهرنۍ ګټې په نښه کوي."

په راپور کې راغلي چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې دغې ډلې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۴۱ بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه هم لېواله ده چې خپله لمن پراخه کړي، که څه هم د اوس لپاره یې هڅې یوازې په منځنۍ اسیا کې پراخې شوې او د پاکستان او ازبکستان په څېر هېوادونو باندې بریدونه کوي.

په هرصورت، ځینې امریکایي چارواکي په دې اړه محتاط دي چې د افغانستان څخه ګواښ به څنګه وده ومومي.

د متحده ایلاتو د فدرالي تحقیاتو (اف بي آی) مشر کریسټوفر ری، د کانګرس غړو ته وویل: "د القاعده په څیر د بهرنیو تروریستي سازمانونو ګواښ چې زموږ له وتلو وروسته په افغانستان کې بیا ځای پر ځای شي، ډیر واقعي دی او دننه په افغانستان کې د ارزښتناکو استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره زمونږ وړتیا کمه شوې ده".

رې زیاته کړه: "د وخت په تیریدو، زه اندیښمن یم چې موږ به په افغانستان کې د القاعده د کړنو په اړه لږ او لږ معلومات ولرو. موږ د القاعدې او داعش د وړتیا په اړه چې حتی له هغه ځایه بریدونه وهڅوي ډیر اندیښمن یو."

XS
SM
MD
LG