د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر پاکستان سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کول غواړي


پاکستان افغانستان سره د تورخم بندر د راکړې ورکړې لپاره پرانیستی دی، خو چمن - سپین بولدک بندر لا هم تړلی دی.
پاکستان افغانستان سره د تورخم بندر د راکړې ورکړې لپاره پرانیستی دی، خو چمن - سپین بولدک بندر لا هم تړلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون د برخلیک په اړه اندیښنې څرګندوي او د دواړو هیوادونو څخه د دغه تړون د لاسلیک غوښتنه کوي.

افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ دوهم تړون د ۲۰۱۰ د فبرورۍ په میاشت کې د لسو کلنو لپاره لاسلیک شوی و.

د دې تړون کاري موده د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۱مه پای ته ورسیدله، خو پاکستان دا تړون لومړی د دریو میاشتو او بیا د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کړ چې بله میلادي میاشت پای ته رسیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په تړون باندې له سره کتنه شوې او تر ۹۰ فیصدو پورې د تړون په محتویاتو باندې له وړاندې موافقه هم شوې ده.

هغه وايي د تړون پاتې لس فیصده محتویات سیاسي عواملو له مخې پرې تراوسه موافقه نه ده شوې.

ښاغلي الکوزي وویل: " کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال د رئیس الوزرا سره په ملاقات کې په دې ټینګار وشو، چې باید ژر د اپټیکا غونډه جوړه شي او د اپټیکا په غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون سرنوشت معلوم شي".

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال وايي چې دا تړون باید یا بیا لاسلیک شي او یا هم تمدید شي او که نه دا به د پاکستان له لارې افغان سوداګرو ته د ترانزیټ په برخه کې ډیرې ستونزې را ولاړې کړي.

ښاغلي الکوزي وویل: " که لاسلیک او یا هم تمدید نه شي دا یوه ډیر جدي ستونزه ده او مونږ ته به ډیر زیات تاوان ورسوي، ځکه چې مالونه په لار باندې دي په کښتیو کې دي او څه په کراچۍ او پورټ قاسم کې پراته دي نو که دا تړون نه وي نو بیا ډیره ستونزه پیدا کیږي او سربیره پر دې زمونږ د صادراتو وخت دی هندوستان ته."

افغان سوداګر د دغه تړون پر اساس د پاکستان د واګې بندر له لارې هندوستان ته تازه او وچه میوه صادروي. د دې ترڅنګ افغانستان د کراچۍ د بندر له لارې هندوستان او چین ته شوکاڼۍ یا تلک ډبرې هم صادروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د خپل سفر په مهال خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د اسلامي امارت د اکثرو وزیرانو سره یې د رئیس الوزرا په مشرۍ په غونډه کې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ په ګډون په یو لړ مسئلو خبرې کړي دي.

ښاغلي قریشي وویل چې د دغو خبرو په دوام ټاکل شوې اسلام اباد ته د طالبانو د اسلامي امارت د پلاوي د سفر په مهال هم خبرې وشي.

افغانستان او پاکستان لومړی د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون په ۱۹۶۵ کې لاسلیک کړی وو، چې بیا په ۱۹۹۲ میلادي کابل کې په کې پاکستان په یواړخیز ډول پر ځینو ترانزیتي توکو د دغه هیواد له لارې افغانستان ته په وارداتو باندې محدودیت وضع کړ.

د دواړو هیوادونو ترمنځ دوهم تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې هیلري کلنټن په شتون کې په اسلام اباد کې د لسو کلنو لپاره لاسلیک شو، چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په یوولسمه د تړون اجرائیوي موده پای ته ورسیدله.

XS
SM
MD
LG