د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور کې د مالټو سوداګر: د طالبانو لوړې مالیې زیانمن کړي یو


پېښور کې د افغانستان د مالټو سوداګر
پېښور کې د افغانستان د مالټو سوداګر

په پېښور کې د افغانستان د مالټو یو شمېر افغان سوداګر وايي له تاوان سره مخامخ دي او لامل یې د طالبانو د حکومت له خوا پر صادراتو باندې د ماليې لوړول بولي.

د پېښور د میوو په منډيي کې دغه سوداګر وايي، د ماليې زیاتېدو دوی ته په میلیونونو افغانۍ زیان اړولی دی. افغان سوداګر عارف خان وویل، طالبانو پر هر ټن مالټو تر پخوا درې چنده زیاته ۲۱۰۰۰ افغانۍ مالیه لګولې ده.

هغه وویل: "د کریټ په سر ۱۴۰۰ خرڅ راځي. دا زموږ د وس نه بهر دي. موږ له تاوان سره مخامخ یو. طالبانو ته پکار دي چې د پاکستان دولت سره خپله جوړه وکړي. تیر کال په یوه لارۍ ۷۰۰ زره خرچه کیده، سږکال ۳۰ لکه جوړیږي."

سوداګر وایي د تیر کال په پرتله یې سوداګري خورا زیانمنه شوې ده. د پېښور د میوې په منډيي کې د سوداګرو مشر حاجي خواني علي وایي په تیره یوه میاشت کې سوداګرو ته په میلیونونو افغانۍ تاوان رسیدلی دی.

هغه وویل: "تیر کال هم مالیه لوړه وه خو بیا هم یو څه کیده. سږکال بیخي مال ځي نه. سوداګرو ته ۵۰ لکه، سل لکه تاوان رسیدلی او دې ته اړ شوي چې سوداګري پریږدي."

بل پلو افغان سوداګر وایي په پېښور کې یې د میوو خرڅلاو هم ټیټ شوی دی او لامل یې د افغان کډوالو ستنیدل بولي.

سوداګر سلیم صافي وویل: "په دې فصل کې به افغانانو زموږ نه مالونه ډیر اخیستل او بیا به یې په بازارونو کې خرڅول خو د کډوالو د بیرته ستنیدلو له کبله زموږ سوداګرۍ ته زیان رسیدلی، اوس موږ خریدار هم هغه ډول نه لرو."

د پېښور د میوو په منډيي کې بل افغان سوداګر نسیم خان د افغانستان او پاکستان پر چارواکو غږ وکړ چې د سوداګرو دغه ستونزه حل کړي.

هغه وویل: "موږ د دواړو لورو له چارواکو غواړو چې موږ سره دې مرسته وکړي. زموږ کاروبار همدا دی چې میوې خرڅوو، کله دوی مالیه لوړوي کله هغوی."

امريکا غږ د طالبانو د سوداګريزو چارو له مسئولينو څخه د هغوی د نظر د پوښتلو دپاره د اړيکې نيولو هڅه وکړه خو سمدستي یې ځواب ترلاسه نکړ.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG