د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ یو بل جام وگاټه


په قطر کې د شپاړلس کلنو لوبغاړ په آسیایي ایلیټ کپ سیالیو کې نن د افغانستان د کرکټ د شپاړلس کلنو ملي لوبډلې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.

د لوبې پچه افغان د افغان ټیم کپتان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې محمد صابر ۵۵ منډې جوړې کړې.

په قطر کې میشت افغانان د خپلو ملي لوبغاړو سره د جام گټلو خوښي نمانځي
په قطر کې میشت افغانان د خپلو ملي لوبغاړو سره د جام گټلو خوښي نمانځي

د هانګ کانګ شپاړلس کلنو لوبغاړو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ٢٥ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۶۴ منډې جوړې او سیالي یې د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله. د افغانستان ملي شپاړلس کلنو لوبډلې توپ اچونکو له لوري عبدالواسع د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان شپاړلس کلنو لوبغاړو په دې سیالیو کې ایران،کویت او قطر ته ماتې ورکولو نه پس نن هانگ کانگ ته ماتې ورکړه .د کرکټ مبصرین د افغانستان د کرکټ د شپاړلس کلنو او نولس کلنو ټیمونو بریاوې د افغانستان د کرکټ دپاره یو ښه زیری بولي.

XS
SM
MD
LG