د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د تعلیم افغانې فعالې زرقا یفتلي ته د زاید د انساني ورورګلوۍ جایزه ورکړل شوه


زرقا یفتلي
زرقا یفتلي

د افغانستان د ښځو او نجونو د تعلیم یوې فعالې زرقا یتفلي ته د «زاید انساني ورورګلوۍ جایزه» ورکړل شوې ده. د دغې جایزې د ۲۰۲۶ کال د ورکولو مراسم د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۹مه د متحدو عربو اماراتو په ابوظبي کې ترسره شول.

د «زاید انساني ورورګلوۍ جایزه» ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې زرقا یفتلي ته یې ځکه دا جایزه ورکړې، چې هغې «په افغانستان کې او له افغانستان څخه د باندې تر ۱۰۰زره ډېرو خلکو ته تعلیمي سرچېنې برابرې کړې او په رواني لحاظ یې ملا تړلې- په محدودو سیمو کې یې نجونو ته تعلیم او هیله بخښلې» ده.

په اعلامیې کې د هغې د فعالیتونو په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي او نه هم ویل شوي دي چې نجونو ته یې دا سرچېنې او امکانات یې په څه ډول او له کومې ورځې راهېسې برابر کړی دی.

اعلامیه وايي چې زرقا یفتلي د دغې جایزې ترلاسه کول« ویاړ» ګڼي او وايي چې دغې جایزې ته د هغه غوره کېدل د «افغانو ښځو ته پرمفهومه او قوي پیغام» لېږدوي.

د «زاید انساني ورورګلوۍ جایزې» اداره وايي چې دا جایزه له ۲۰۱۹ کال راهېسې د نړۍ اغیزناکو شخصیتونه ته ورکول کېږي، په هغو کسانو کې چې تر دې دمه یې دا جایزې ترلاسه کړي دي، د کاتولیک مسحیانو پخواني پاپ فرانسیس، د الازهر لوی مفتي احمد الطیب، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیرو ګوتېرش او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون شامل دي.

د دغې جایزې ورکول په ۲۰۱۹ کال کې د کاتولیک مسیحیانو د وفات شوي مشر پاپ فرانسیس، د الازهر د لوی مفتي احمد الطیب او د متحدو عربي اماراتو د بنسټګر شیخ زاید بن سلطان ال نهیان ترمنځ د «انساني ورورولۍ د سند» له امضا کېدو څخه وروسته پیل شوي او همدا سند د دغې جایزې اساس او انګیزه بلل کېږي. دا جایزه هرکال هغو افرادو او ادارو ته ورکول کېږي، په نړۍ کې د سولې، ګډ ژوند، ترحم او انساني ورورګلوۍ په چارو کې اغیزناکه ونډه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG