د لاس رسي وړ اتصالات

شکریه بارکزۍ: د واک ویش نظام ته تاوان رسوي


شکریه بارکزۍ: سکتوري وزارتونه باید مسلکي وساتل شي نه سیاسي
شکریه بارکزۍ: سکتوري وزارتونه باید مسلکي وساتل شي نه سیاسي

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او سیاسي چارو کارپوههه شکریه بارکزۍ وایې سره له دی چې یو څه فرصت له لاسه ووت او افغانستان د سیاسی کړکیچونو د وجې له بحران سره مخ شو خو دا د تولو افغانانو او نړیوالې ټولنې هیله وه چې دواړه سیاسي مشران توافق ته سره ورسیږي.

میرمن بارکزۍ امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: «سره له دې چې د سولې په برخه کې شوي توافق ته خوشبینه ده خو ځینې برخې یې د اساسي قانون سره په ټکر کې دي.»

هغې د بیلګې په توګه د ولسي او مشرانو جرګې په موجویت کې د مصلحت لپاره د بلې شورا جوړیدل او د قضایه قوې سیاسي کیدل یاد کړل.

شکریې بارکزۍ دا هم وویل: «​سکتوري وزارتونه باید مسلکي وساتل شي نه سیاسي، د واک پنخوس سلنه ویش نظام ته د ګټې پر ځاې تاوان رسوي».

د امریکا غږ د خبریالې نوشابه آشنا سره د شکریه بارکزۍ بشپړه مرکه دلته اوریداې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:32 0:00
XS
SM
MD
LG