د لاس رسي وړ اتصالات

ښخو حقونو فعالانې: طالبان باید ظریفه یعقوبي او ملګري یې ژر خوشې کړي


د ښځو یو شمیر فعالانود طالبانو له خوا د ښځو د حقونود یوې فعالې ظریفه یعقوبي او د هغې د څلورو نورو همکارانو له نیولو څخه د یوې اونۍ د تیریدو وروسته د طالبانو له چارواکو څخه د هغوی د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ژولیه پارسي د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۰ (لړم ۱۹) امریکا غږ ته وویل، چې ددې سره چې د میرمن یعقوبي له نیولو یوه اونۍ تیره شوې خو لا هم د ښځو د حقونو فعالانې ددغې فعالې او ورسره ملګرو په اړه هیڅ ډول معلومات نلري.

طالبانو امنیتي ساتوونکو د نومبر په درییمه ( لړم ۱۲) میرمن یعقوبي او د هغې څلور همکاران د یو خبري کنفرانس پر مهال د کابل په لودیځ کې ونیول او یو نامعلوم ځای ته یې ولیږدول.

د میرمن پارسي د ادعا له مخې طالبانو امنیتي ساتوونکو د ښځو دوه نورې فعالانې هم نیولي دي، چې د زینب رحیمي په نوم نیول شوې ښځو حقونو فعاله یې بیرته خوشې کړې خو میرمن پارسي وايي، چې میرمن فرحت پوپلزۍ لا هم طالبانوسره په بند کې ده.

میرمن پارسي وویل " که چیرې طالبان داسې فکر کوي، چې د اعتراض کوونکو ښځو په نیولو او ځپلو به زمونږ اواز غلی کړي هیڅکله دا کار نشي کولی. مونږ به په پیاوړي او له پخوا څخه په زیات قوت سره مبارزه وکړو ترهغې چې اواز مو ونه اوریدل شي خپلې مبارزې ته دوام ورکوو"،

افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې د ظریفه یعقوبي او د هغې د همکارانو د خوشې کولو لپاره طالبانو ته په خطاب کې " د ظریفه یعقوبي جرم څه دی؟" یو کمپاین هم پیل کړی دی.

دغو فعالانو افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو محدودیتونو د لګولواو له زده کړو د زرګونو نجونو د محرومولو په دوام د طالبانو پر حکومت انتقاد کوي د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له ملګروملتونو غواړي، چې په دې برخه کې باید چپ پاتې نشي.

میرمن پارسي وویل " د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې څخه مو غوښتنه داده، افغانستان له یاد څخه وتلی دی او دغه هیواد ته هیڅ پاملرنه نه کیږي. نړیواله ټولنه یوازې په اعلامیو کې خواشیني څرګندوي او بل کوم کار نه کوي، په داسې حال کې چې نجونې په بند کې دي او اکثریت کسان په مختلفو بهانو نیول شوي هغوی ته پاملرنه نه کیږي".

دمخه په راپورونو کې ویل شوي و، چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو میرمن یعقوبي او ملګري یې د نیولو وروسته د کابل ولایت امنیه قومندانۍ ته وړي و.

د میرمن یعقوبي د خپلوانو د وینا پر اساس طالبانو امنیتي ساتوونکو ورسره د هغې د ژر خوشې کیدو ژمنه هم کړې وه.

ددې اونۍ په سر کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته د میرمن یعقوبي د نیولو په اړه وویل، چې ددې پیښې په باب معلومات نلري او د معلوماتو د راټولولو وروسته به خپل دریځ رسنیو سره شریک کړي.

خو ښاغلي مجاهد وویل، چې د ښځو د ځینو اعتراضونو شاته له بهر څخه لاسونه هم لیدل شوي دي. هغه وویل، چې هرڅوک چې لاریون یا اعتراض کوي لومړی باید د امنیتي ساتوونکو څخه اجازه واخلي.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې مونسه مبارز هم امریکا غږ سره په مرکه کې ادعا وکړه چې طالبانو امنیتي ساتوونکي د کابل سربیره په یو شمیر ولایتونو کې هم د ښځو خوځښتونه څپي او ښځینه فعلانې نیسي.

میرمن مبارز چې " د افغانستان د مقتدرو ښځو د اصلي غورځنګ" په نوم د یو حرکت د مشرې په توګه د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي وویل " میرمن یعقوبي یوازینی جرم دا و، چې د عدالت پلي کیدلو د غوښتلو حق او خپل غږ پورته کول و".

میرمن مبارز اندیښنه وښوده چې طالبانو له خوا د ښځو د حرکتونو ځپل به ښځې د ډیرو ستونزو سره مخ کړي. ددې وړاندې افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ویلي و، چې طالبانو حکومت سره د ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو نورو همکارانو د خوشې کیدو په اړه خبرې کوي.

د " یوناما" د اعلامیې له مخې په سوله ییز ډول د خلکو غونډیدل، د بیان ازادي او د ویرې پرته د خپلې عقیدې بیانول د ټولو افغانانو اساسي حق دی.

د یوناما ترڅنګ د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت د ظریفه یعقوبي او د هغې د څلورو ملګرو د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG