د لاس رسي وړ اتصالات

 کرن ډیکر: متحده ایالات هیڅ کله د افغان مېرمنو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې د افغان مېرمنو د حقوقو څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې متحده ایالات هیڅ کله د افغان مېرمنو له ملاتړ څخه لاس نه اخلی.

کرن ډیکر د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو د حقوقو یوې فعالې ظریفې یعقوبي نیول کېدو ته غبرګون ښودلی او د هغې د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

اغلې ډیکر زیاته کړې: "متحده ایالات به هیڅ کله د مېرمنو د ژوند کولو، کار کولو او په سوله کې د راټولېدو حق له ملاتړ څخه لاس وانخلي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه (لړم ۱۲) د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لویدیځ کې د ښځینه فعالانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ونیول.

د ښځو د حقونو فعالې او د مېرمن یعقوبی یوې همکارې مونسه مبارز هم تائید کړه چې مېرمن یعقوبی له یو شمېر ښځینه فعالانو سره د کابل په لوېدیځ کې په یوه هوټل کې د ښځو د غورځنګ پرانیستلو لپاره تللې وه، د یو خبری کنفرانس پر مهال د طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا نیول شوې ده.

مېرمن مبارز چې په دې وروستیو کې یې په کابل کې څو احتجاجي پروګرامونه ترسره کړي امریکا غږ ته وویل چې د هغې د کورنۍ غړو ورسره لیدلي او "اغلې یعقوبي دا مهال د کابل په امنیې قومندانۍ کې ده".

د ښځو د حقونو دغې فعالې وویل، که څه هم طالبانو ویلي چې مېرمن یعقوبي او د هغې همکاران به د جمعې په ورځ خوشې کړي، خو د هغې په وینا د جمعې د رخصتۍ او د کارکوونکو د نه شتون له امله طالبانو ویلي چې د شنبی په ورځ به پدې اړه پرېکړه وکړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال د ظریفې یعقوبي د نیول کېدو په اړه بې خبري وښودله او وویل چې امنیتي مسؤلین به پدې اړه معلومات شریک کړي.

هغه وویل: "تیره ورځ مو چې د نیول شوي کس په اړه له هغوی «امنیتي بنسټونو» څخه معلومات وغوښتل په دې عنوان یې معلومات نلرل. موږ هم په رسنیو کې واورېدل. خو څېړنې روانې دي، کله چې کره معلومات لاسته راغلل، هغه به شریک کړو."

د طالبانو حکومت ویاند همدارنګه ټينګار وکړ هر هغه څوک چې غواړي اعتراضیه حرکت وکړي باید د اعتراض هدف او ځای په اړه امنیتي ارګانونو ته معلومات ورکړي. نوموړي وویل چې د غیر قانوني حرکتونو په اړه چاته اجازه نه ورکول کیږي.

هغه په کابل کې د یو شمېر ښځینه فعالانو وروستیو اعراضونو ته په اشارې ادعا وکړه چې د یادو حرکتونو تر شا بهرني لاسونه دي چې په خبره یې غواړي د خلکو ترمنځ یو ډول بې باوري رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG