د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي: له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ قضیې څیړل شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د ۱۳۹۸کال له پیله تر دا مهاله د ولایتونو او مرکز په څارنوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ قضیې څېړل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې پر ورځ «لړم ۲۲مه» خبریالانو ته وویل، چې په یادو قضیو کې وهل ډبول، جنسي تیری، ځورول، جبري نکاح، په خپله خوښه د واده،کار کولو او د میراث له حق څخه مخنیوی شامل دي.

هغه وویل:"۱۲۴۰ قضیې د ښځو د وهلو ډبلو دي، ۲۶۳ قضیې د ځورولو دي، ۱۴۹ د جنسي تیري دي، ۲۱۷ نورې د ښکنځلو، سپکاوي او رټلو قضیې دي په ټوله کې د وهلو ډبلو مورد ډیر دی او د دغو قضیو په سر کې قرار لري".

د ښاغلي رسولي په وینا له ښځو سره د ناوړه چار چلند ترسره کوونکي ټول په زندان کې دي او د خپلو اعمالو په سزا رسیدلي دي.

هغه همدارنګه وویل، چې درې کاله مخکې د افغانستان په شپږو یا اوو ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې وې په داسې حال کې چې اوس په ۳۲ ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې موجودي دي.

هغه زیاته کړه، چې د ښځینه څارنوالانو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبت کې هم زیاتوالی راشي.

جمشید رسولي وویل، چې په اوس وخت کې د افغانستان د لویې څارنوالي ۲۲ فیصده کارکوونکي مېرمنې دي.

XS
SM
MD
LG