د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي: روان کال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره شوی


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د روان ۱۳۹۸ کال له پیله یې تر دا مهاله په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاتریخوالې ۱۱۰۶ قضیې ثبت کړي چې نسبت تېر کال ته دوه برابره زیاتوالی پکې راغلی دی.

لویه څارنوالي وايي، د تېر کال په لومړیو دری میاشتو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۶۱ قیضیې ثبت کړي وې.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د جمعې په ورځ د «غبرګولې پر لسمه»په دې اړه رسنیو ته لېږل شوو معلوماتو کې ویلي:"په ثبت شوو قضیو کې، د جنسي تېري، بد لمنۍ ته د اړیستلو، سوځولو، زخمي کولو، وهلو ټکولو، د واده په بهانه د ښځو خرڅولو، بدو کې ورکولو، په زور نیکاح، د واده حق اخیستلو، په کم عمر کې د واده کولو او یو شمېر نورې قضیې شاملي دي."

نوموړي زیاته کړه چې د ثبت شوو قضیو زیاته برخه چې ۵۱۹ قضیې کېږي د وهلو ټکولو دي.

لویه څارنوالي وايي، چې د یادو قضیو ثبت عدالت ته د ښځو د لاسرسي زیاتوالی په ګوته کوي.

ښاغلی رسولي وايي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاتریخوالي د مخنیوي د څارنوالیو فعالیت او په لویه څارنوالۍ کې د ښځو تشکیلات له ۳ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته لوړول عدالت ته د ښځو لاسرسی اسانه کړی دی.

که څه هم مخکې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې عدالت ته د مېرمنو د نه لاس رسي په اړه اندېښنې موجودې وې، خو لویه څارنوالي وايي، چې نژدې ۶۰ څارنوالۍ چې له تېرو ۸ کلونو راپدېخوا بندې وې په ولسوالیو کې بېرته فعالیه کړي دي.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له جدي موضوعاتو څخه دی چې په اړه یې بېلابېلو بنسټونو اندېښنې ښودلي دي.

افغان حکومت تل ویلي، چې د ښځو پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.خو د لویې څارنوالۍ راپور دا څرګندوي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه دا چې کم شوی بلکې زیاتوالی پکې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG